کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۸): د ولسي جرګې یو شمېر معترضو نوماندانو او سلګونو پلویانو یې نن سهار د ټاکنو کمېسیون د دروازې د تړلو هوډ درلود؛ خو د کابل ښار د هوتخېلو سیمې اوسېدونکو هغوی ته د لاریون او کمېسیون د دروازې تړلو اجازه ورنه کړه.
د ولسي جرګې ټاکنې له غزني پرته د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه او په کندهار کې د لړم په پنځمه ترسره شوې.
د ټاکنو کمېسیون د کابل له پایلو پرته د ټولو ټاکنیزو حوزو د ټاکنو پایلې اعلان کړې دي.
ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې شنبه (د غويي ۲۱مه) د کابل استازو له شتون پرته ترسره شي، خو د کابل ولسي جرګې ټاکنو لومړني نوملړ کې مخکښو نوماندانو د ملي شورا مخې ته د لاریون په ترڅ کې د پلاوي د ټاکنې مخنیوی وکړ.
د ټاکنو کمېسیون په هماغه ورځ ویلي وو چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې د کابل وروستۍ پایلې اعلانوي خو تر اوسه یې پایلې اعلان شوې نه دي.
نن د کابل ولسي جرګې ټاکنو لسګونو نوماندانو له خپلو سلګونو پلویانو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري د تورو او سپینو رایو جلا کولو په اعتراض کې هوډ درلود چې د ټاکنو کمېسیون دروازه وتړي؛ خو د هوتخېلو اوسېدونکو یې د دغه کار مخه ونیوه.
که څه هم د هوتخېلو اوسېدونکو او د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو پلویانو ترمنځ لفظي شخړه وشوه، خو د امنیتي ځواکونو د ښکېلتیا او هوايي ډزو په پایله کې معترض نوماندان او د هوتخېلو اوسېدونکي اړ شول چې سيمه پرېږدي.
د معترضو نوماندانو پلوي شریف الله پژواک ته وویل: ((هوډ مو درلود چې د ټاکنو کمېسیون مخې ته لاریون وکړو او دروازه یې وتړو؛ خو د هوتخېلو اوسېدونکو توند چلند له امله مو سیمه پرېښوده.))
نوموړي د اعتراض موخه د کمېسیون له لوري د تورو او سپینو رایو جلا کول په ګوته کړل.
هغه ګواښ وکړ که ټاکنیز کمېسیونونه او حکومت دې ستونزې ته لاسرسی ونه کړي په راتلونکو ورځو کې به د ټاکنیزو کمېسیونونو تر څنګ د ارګ دروازه هم وتړي.
د هوتخېلو اوسېدونکي ګل نظیر د ولسي جرګې پر معترضو نوماندانو د نیوکې تر څنګ پژواک ته وویل: ((موږ د نوماندانو له لاریونونو او لار تړلو تنګ شوي یو ځکه نن مو د هغوی مخنیوی وکړ او نور چا ته اجازه نه ورکو څو سړک وتړي او خلک له ستونزو سره مخ کړي.))
login or register a new account.