ژبه

یو شمېر معترضو نوماندانو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دروازه وتړله

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۸): له کابله د ولسي جرګې یو شمېر معترضو نوماندانو او پلویانو یې وروسته له هغه چې د ټاکنو کمېسیون د دروازې تړلو او لاریون اجازه ورنه کړل شوه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دروازه وتړله.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه، په کندهار کې د لړم په پنځمه او ټاکل شوې چې د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کابل پرته د ټولو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان کړې دي.

ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې تېره شنبه «د غويي ۲۱ مه» د کابل له استازو پرته ترسره شي، خو د یاد ولایت مخکښو نوماندانو د ملي شورا مخې ته لاریون وکړ او ددغه کار مخه یې ونیوله.

د ټاکنو کمېسیون همغه ورځ ویلي و چې تر راتلونکو دوو ورځو به د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي، خو تر اوسه یې نه دي اعلان کړې.

نن د کابل د ولسي جرګې لسګونو نوماندانو له خپلو سلګونو پلویانو سره یو ځای د ټاکنو کمېسیون له خوا د پاکو او ناپاکو رایو د نه جلاکېدو په اعتراض کې غوښتل د ټاکنو کمېسیون دروازه وتړي، خو د هوت خېلو د سیمې اوسېدونکو منعه کړل.

هوت خېل د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل ــ جلال اباد پر سړک پراته دي او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر هم هلته موقعیت لري.

معترضانو له ممانعت وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لوري ته حرکت وکړ او د دغه کمېسیون دروازه یې وتړله.

له کابله د ولسي جرګې معترضې نوماندې صفیې صدیقي پژواک ته وویل، نن یې سوله ییز مدني اعتراض درلود، خو له بده مرغه چې بد چلند ورسره وشو او مجبور شول چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته راشي او دوازه یې وتړي.

 هغې زیاته کړه: ((کله چې د ټاکنو کمېسیون مخته ودرېدو لومړى د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لومړى مرستیال چې هلته موجود و زموږ په همکارانو لاس پورته کړ چې موږ ترې ددغه کار تمه نه درلوده او دا کار یې باید نه وای کړای، وروسته د سیمې اوسېدونکو پر نوماندانو او پلویانو یې ډزې وکړې او پولیسو یې هم مرسته کوله.))

نوموړې، لاریون د ولسي جرګې د نوماندانو او د دوی د پلویانو حق ګڼي او وايي: ((موږ وکالت نه عدالت غواړو او هېچا اجازه نه ورکوو چې په زور او زر او دغه راز درغلۍ پارلمان ته لار پیدا کړي.))

 له کابله د ولسي جرګې بل نوماند رجب علي اندېشمند د لاریون کوونکو مخنیوي ته په اشاره وویل: ((امنیتي ځواکونو د معترضینو د امنیت ساتنې پر ځای د هوت خېلو اوسېدونکي د نوماندانو او د دوی د پلویانو پر ضد لمسول.))

login or register a new account.