ژبه

د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۴۲ کسان پر بند محکوم شول

 

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۸): د نشه يي توکو او مسکرانو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ او استیناف محکمې د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور ۴۲ کسانو ته د بند سزا ورکړه.

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز په هغه خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې راغلي، دغه شمېر کسان د تېرې اوونۍ په جریان کې د نشه يي توکو او مسکراتو د قاچاق د ۳۴ قضیو په تور د ابتدایه او استیناف محکمو لخوا پر بند محکوم شوي دی.

سرچینې لیکلي، دغه کسان د کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا په ټول هېواد کې له ۳۰ کیلوګرامه د ډېرو هېروینو، له ۲۸ کیلوګرامه څخه د ډېرو مورفینو، له ۱۵۶ کیلوګرام څخه د ډېرو تریاکو، له ۸۰۳۰ کیلوګرامه د ډېرو چرسو، له ۷۶ کیلوګرام څخه د ډېرو مت امفتامین (شیشې)، ۸۲۴۰ لېتره مایع کيمیاوي موادو او له ۹۶ کیلوګرام څخه د ډېرو جامدو کيمیاوي موادو د قاچاق په تور نیول شوي وو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان یې له نسبي دوسیو سره یو ځای د عدلي او قضايي تعقیب لپاره یاد مرکز ته لېږدول شوي وو چې له څېړنو وروسته د یاد مرکز د محکمو له خوا پر سزا محکو شول.

خبرپاڼې زیاته کړې، له یادو کسانو یوه تن غوښتل نشه یي توکي په خېټه او د سفر په بکس کې د ځای پر ځای کولو په وسیله د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر له لارې هندوستان ته انتقال کړي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا تر پېژندل کېدو ورسته نیول شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ مخکې هم له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې په علني ناستو کې د نشه يي توکو او مسکراتو د قاچاق د ۱۹ قضیو په تور ۳۱ کسان په تنفیذي بند محکوم کړي وو.

login or register a new account.