ژبه

ملي امنیت د غلو د دوو مشرانو په اړه د شکایت د ثبت فرصت ورکړ

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۸): ملي امنیت ریاست په کابل کې د غلو د یوې ډلې د مشرانو له نیولو درې نیمې میاشتې وروسته له خلکو غوښتي چې د شکایتونو د لرلو په صورت کې دې یادې ادارې ته مراجعه وکړي.

د ملي امنیت ریاست رییس عبید او اقبال چې د غلو د یوې اووه کسیزه ډلې مشري یې پر غاړه ده تېر کال د سلواغې په ۱۶ مه د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې ونیول.

په خبرپاڼه کې راغلي، یادو کسانو په خپلو څرګندونو کې د ۵۰ موټرو پر غلا اعتراف کړی دی.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې له کابل ښاریانو غوښتنه شوې چې د یادو غلو په اړه د شکایتونو د ثبت په خاطر دې یادې ادارې ته مراجعه وکړي.

login or register a new account.