ژبه

عمران خان له ټرمپ او طالبانو استازو سره ګوري

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٨) : د پاکستان د لومړي وزير يو سلاکار او د واکمن ګوند مرکزي غړي ويلي، چې ډېر ژر به عمران خان د طالبانو له مشرانو سره وګوري.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې عمران خان به په راتلونکو دوو اونيو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې وګوري.

د پاکستان د دولتي راډيو " راډيو پاکستان"  د راپور له مخې، د لومړي وزير عمران خان يو تن سلاکار نعيم الحق  ويلي، چې په روانه ميلادي مياشت کې به عمران خان د طالبانو له يو شمېر استازو سره وګوري.

په سياسي چارو کې د لومړي وزير عمران خان سلاکار نعیم الحق زياته کړې، چې عمران د طالبانو سره دا کتنه د افغان حکومت سره د سلا مشورو وروسته کوي.

تر اوسه افغان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ويلي، خو امريکا غږ د يوه افغان چارواکي له خولې خبر ورکړى، چې دا کتنه افغان حکومت سره په تفاهم کې کیږي او ټاکل شوې، چې پاکستان حکومت به افغان حکومت سره د دې کتنې جزييات شريک کړي.

وسله والو طالبانو لا د عمران خان سره د دې کتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د تیر ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې په وروستیو کې په اسلام اباد کې د صدراعظم عمران خان او د طالبانو له استازو سره کتنه وروسته له هغې لغوه شوه، چې افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د استازو په سفر کلک انتقادونه وکړل.

دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې لومړى عمران خان به په نږدې اونيو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کتنې لپاره واشنګټن ته لاړ شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر فيصل ويلي، چې عمران خان به د جولاى په ٢٢مه، په سپينه ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر ټرمپ سره ګوري.

هغه زياته کړې، چې ددې ليدنې پر اېجنډا ددواړو هېوادونو ديپلومان کار کوي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د افغان سولې پروسه کې خپلو هڅو ته به ادامه ورکوي.

login or register a new account.