کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۸): یو شمېر مدني او رسنیز فعالانو قطر ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو بستر بللې او د دې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي چې ملي ګټو ته دې تر شخصي هغو لومړيتوب ورکړي.
ټاکل شوې سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني او قطر په منځګړيتوب د افغان سولې په اړه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي چې د ۱۰ ښځو په ګډون به ۶۰ مدني فعالان، سیاستوال، دولتي چارواکي او طالبان په کې ګډون وکړي.
په دې ناسته کې د طالبانو ۱۵ استازي او په افغانستان، اروپا او امریکا کې مېشتو ۱۰ افغان ښځو په ګډون به ۵۴ نور کسان برخه لري.
د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل د سولې خبرو په تړاو په کابل کې د رسنیو او مدني ټولنو په خبري ناسته کې وویل، د قطر ناسته د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابروونکې ده.
کړوخېل د یادې ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې له طالبانو سره ډېری د خلکو هیلې او غوښتنې شریکې کړي.
هغه زیاته کړه: ((د قطر ناستې له ګډونوالو غواړم چې له طالبانو سره د افغانستان د خلکو غوښتنې او هیلې شریکې کړي، د افغانستان د خلکو ښه استازيتوب وکړي او ملي ګټو ته تر خپلو شخصي ګټو لومړیتوب ورکړي.))
نوموړي وویل، که د قطر ناستې ګډونوال د ملت غوښتنې او هیلې کمې وګڼي او ډېری پر خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو خبرې وکړي، افغانستان به هېڅ وخت تل پاتې سولې ته ونه رسېږي.
هغه په ډاګه کړه: ((په هغه نوملړ کې چې موږ ترلاسه کړی، یو شمېر دولتي چارواکي لکه نادر نادري، متین بېګ، شهزاد اکبر او ... په دې ناسته کې ګډون کوي، ویل کېږي چې دوی ته په شخصي ډول په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل لېږل شوې ده او هیله من یو چې یاده ناسته د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د زمینې برابرولو لپاره ښه پیل وي.))
دغه راز د کابل نیوز ټلوېزیون رییس غلام جیلاني ځواک د طالبانو له استازو سره د عمران خان د لیدنې په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، هغه ځکه له طالبانو سره ویني چې خپلې ګټې په پام کې نیسي.
نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان ګټي د پاکستان له ګټو قرباني نه کړي او هر تصمیم یې باید خپلواک او د افغانستان د خلکو د ګټو سره سم وي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د رسنیو فعالې فریدې نېکزاد ولوسته، له خبرو کوونکو لورو غوښتنه شوې څو هڅه وکړي د خبرو په جریان کې د تفاهم فضا رامنځته کړي او له ترلاسه شوو فرصونو د باورجوړونې په برخه کې استفاده وکړي څو یاده ناسته د سولې د ټینګښت لپاره د بین الافغاني خبرو پیل وي.
د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي، په قطر کې د خبرو لوري باید اوربند او د جګړې بندېدو ته لومړيتوب ورکړي څو افغانان له دې ډېر د جرګې قرباني نه شي.
login or register a new account.