کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ځکه يې د بدخشان د واخان ولسوال دنده ځنډولې چې د يوې سيلانۍ ښځې پر جنسي ځورونې تورن شوى او قضيه يې څېړي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه قيضه څېړي چې په کې د بدخشان د واخان پر ولسوال عبدالمعروف خيرخواه، د يوې سيلانۍ ښځې د جنسي ځورونې تور پورې شوی دی.
سرچينه وايي، ولايتي ادارې ته يې دنده سپارلې چې يو پلاوی ولسوالۍ ته ولېږي او قضيه له نږدې وڅېړي. سرچينې د ياد تور په اړه نور جزييات ورنه کړل.
ياده اداره وايي، تر هغه چې د پلاوي څېړنې بشپړې شوې نه وي، خيرخواه خپلې دندې ته دوام نه شي ورکولی.
د بدخشان د والي وياند، نيک محمد نظري وايي چې د ولايت مقام هم پر خيرخواه د لګېدلي تور د څېړلو لپاره پلاوى ټاکلى دى.
دى وايي، دغه پلاوى هغه مهال وټاکل شو چې خيرخواه والي ته په دې اړه وويل چې د ده پر ضد توطيه جوړه شوې ده.
د واخان ولسوال عبدالمعروف خيرخواه پژواک ته وويل چې دا د نوموړي پروړاندې دسيسه ده . هغه زياته کړه: ((ځينې هڅه کوي چې زما شخصيت ترور کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن