ژبه

د افغانستان ددفاع ديوه پخواني وزير زوى امريکا کې پرجنسي تېري تورن شوى

کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨) : د امريکا يوې ماډلې ادعا کړې ده چې د افغانستان د ملي دفاع د پخواني وزير جنرال رحيم وردګ زوى حامد وردګ په نيويارک کې پرې جنسي تېرى کړى دى.

خو د حامد وردګ مدافع وکيل دغه ادعا رد کړې او دا يې د پيسو ترلاسه کولو لپاره يوه دسيسه ګڼلې ده.

د  امريکايي رسنۍ نيويارک پوسـټ د راپور له مخې، دغه ماډله چې سارا ګولډن نومېږي  او ٢٩ کاله عمر لري، ادعا لري چې د جنرال رحيم وردګ ٤٣ کلن زوى حميد وردګ پرې جنسي تېرى کړى دى.

د راپور له مخې، سارا ګولډن ويلي چې له حامد سره يې د خپلې يوې ملګرې له لارې وپېژندل چې وروسته يې ورسره ملګرتيا جوړه شوه.

هغې زياته کړې، تېر کال د جولاى په مياشت کې له حامد سره د امريکا ميامي ښار ته په چکر تللې وه چې په لړ کې يې ورسره جنسي تاوتريخوالی کړى دى.

سارا ګولډن ويلي، نوموړي ځورولې او د خوښې خلاف کارونو ته يې مجبوره کړې ده.

په راپور کې راغلي چې حامد وردګ  د امريکا جارج واشنګټن پوهنتون څخه فارغ شوى او اوس همالته مېشت دى او سوداګري کوي.

سرچينې زياته کړې، تر يادې پېښې وروسته حامد وردګ له سارا څخه بښنه و غوښته او د ملګرو پر وړاندې يې ورته وويل چې غواړي واده ورسره وکړي.

سارا ادعا کړې چې د هغه وړانديز يې له دې امله ومانه چې د خلکو پر وړاندې بيا څه ونه کړي او وروسته به په شخصي توګه دا موضوع هواره کړي.

هغې زياته کړې : (( خو وروسته يې پرې جنسي تېرى وکړ او ورته يې ويلى چې دا يوه له مينې ډکه شپه ده بايد له ماسره يو ځاى واوسې.))

د هغې په وينا، وروسته حامد ورته اخطارونه ورکول .

خو د حامد وردګ مدافع وکيل اليکسس فيلډ دا ادعاوې رد کړې او زياته کړې يې ده چې يادې ماډلې د پيسو ترلاسه کولو لپاره ورته دسيسه جوړه کړې ده.

login or register a new account.