کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٨) : وسله والو طالبانو د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې هغه راپور رد کړى چې ګوندې د طالبانو پخواني مشر ملا منصور په کراچۍ ښار کې تجارتي فعاليتونه کول.
د پاکستان تحقيقاتي ادارې (اېف اى اې) پرون ويلي و چې ملا منصور په جعلي پاکستاني پاسپورټ او تذکرې په کراچۍ ښار کې اپارتمانونه، ودانۍ درلودې او نور تجارتي کارونه يې کول چې اوس ضبط شوي دي.
د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د زمري په ٥ مه، رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې ادعا شوي نومونه د بل چا دي او له کوم تجارت څخه چې يادونه شوې، هغه هم مشروع عمل دی؛ خو ملا منصور نه دا ډول تجارت ته وخت درلود او نه يې هم داسې کوم کاروبار وو.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ نه پوهېږو چې د دا ډول راپورونو د خپرېدو مقصد به څه وي، خو دومره ويلای شو چې زموږ د مشرانو په اړه دا ډول مجهول راپورونه خپرول د هيچا په ګټه نه دي او نه هم د ملا منصور د درانه شخصیت ته زيان اړولی شي.))
طالبانو ويلي، څوک چې د افغانستان په سوله کې مرسته کول غواړي، هغوی بايد تر هېڅ نوم او عنوان لاندې د دوى د مشرانو شخصيت ته زيان ونه رسوي.
طالبانو د کوم هېواد نه دى اخيستى، خو په دې وروستيو کې پاکستان امريکا ته ډاډ ورکړى چې په افغان سوله کې به همکاري کوي.
ملا منصور د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر مړینې وروسته د دې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی و، خو په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د پاکستان تحقیقاتي ادارې (اېف اى اې) د ترهګرۍ پر ضد د څانګې ادارې ويلي چې د طالبانو پخواني مشر ملا منصور په کراچۍ ښار کې دغه کارونه په جعل او تزویر کړى وو.
سرچینې زیاته کړې، ملا منصور چې د پاکستان تذکره (شناختي کارډ) لرله، په هغه کې چې کوم معلومات و، د محمد ولي او د شاه محمد زوی او ګل محمد سعید امیر علي په تذکرو کې هم وو.
د اېف ای اې له خوا د پولیسو په حوزه کې په دې اړه یوه قضیه ثبت شوې ده، په دې دوسیه کې راغلي چې ملا منصور په کراچۍ کې په جعلي اسنادو شپږ اپارتمانونه او تعمیرونه درلودل چې اوس ضبط شوي دي.
په راپور کې راغلي چې ملا منصور دغه کاروبار د خپل یو نږدې ملګري عمار د محمد یاسر زوى په وسیله کاوه، ملا منصور په بېلا بېلو بانکونو کې حسابونه هم درلودل.
پاکستانیو رسنیو ویلي چې ملا منصور د محمد ولي په نامه پاسپورټ هم درلود، چې په دې پاسپورټ یې ایران، متحده عربي اماراتو او د منځنۍ اسیا ځینو هیوادونو ته سفرونه هم کړي وو.
login or register a new account.