ژبه

په  تاجکستان کې بندي ۸۰ افغانان نن کابل ته را لېږدول کېږي

 

کابل (پژواک، ٦ زمری ٩٨): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اتیا افغانان چې په تاجکستان بنديان دي، نن کابل ته را ولېږدول شی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په هغې مطبوعاتي خبرپاڼه کې پژواک ترلاسه کړې ویل شوي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان لارښوونه کړې چې افغانستان ته د یاد شمېر بندیانو د لېږد په برخه کې دې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

خبرپاڼه زیاتوي، د تاجکستان ولسمشر دغه پرېکړه د مرکزي اسیا هېوادونو جمع جاپان د بهرنیو چارو د وزیرانو د ناستې په یوه څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست صلاح الدین رباني سره له کتنې وروسته کړې ده.

د خبرپاڼې په حواله، صلاح الدین رباني په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مجرمانو د راستنولو هوکړه لیک او افغانستان ته د بندیانو د لېږد غوښتنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د تاجکستان ولسمشر د رباني د دې غوښتنې په هرکلي په یاده برخه کې د خپل دولت له خوا د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لارښوونه کړې ده.

ټاکل شوې، هغه ۸۰ افغانان چې په تاجکستان کې بندیان دي، نن اته نیمې بجې د محکومیت د دوام لپاره افغانستان ته انتقال شي.

login or register a new account.