ژبه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غني او عبدالله ټاکنیزو ټکټونو ته اخطاریه ورکړې

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون «دولت جوړوونکي» او «ثبات او همپالنې» ټاکنیزو ټکټونو ته په ټاکنیزو سیالیو کې د سرغړونو له امله اخطاریه  ورکړې او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو یې په ټینګار سره غوښتي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنلارې مراعات کړي.

«دولت جوړوونکی» د محمد اشرف غني او «ثبات او همپالنې» د عبدالله عبدالله اړوند ټاکنیز ټکټونه دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۸ نوماندانو د روان کال د زمري په شپږمه په رسمي ډول خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې او ټاکل شوې دغه سیالۍ د ټاکنو د ترسره کېدو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته ورسېږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي نن یوې خبري ناستې ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د یو شمېر نوماندانو ناستې به ځینو مواردو کې له سرغړونو ډکې وې.

هغه زیاته کړه، یو شمېر نوماندانو د ځان په ګټه له دولتي امکاناتو او سرچینو لکه دولتي سیمو، لوازمو، د لېږد له وسایلو او لوړپوړو دولتي چارواکو له شتون څخه استفاده کړې ده.

نوموړي په ډاګه کړه چې هېڅ نوماندان او ټاکنیز ټکټ د ټاکنیز کمپاین پر مهال نه شي کولای د لومړي وزير، مرستیال او نورو لقبونو او عنوانونو څخه چې د اساسي قانون مخالف دي استفاده وکړي.

الیاسي زیاته کړه: ((د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون غړو د رایو په اتفاق پرېکړه وکړه چې هر یوه ټاکنیز ټکټ «دولت جوړوونکي» او «ثبات او همپالنې» ته د ټاکنو د اساسي قانون د ۳۰ مې مادې د لومړۍ فقرۍ د درېیم بند له صراحت سره سم چې ټاکنیزه درغلي یې کړې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کړنلارې او نورو ټاکنیزو مقرراتو د جدي عملي کېدو لپاره اخطاریه ورکوي.))

له دې مخکې هم پر ټاکنو د څار بنسټونو او هېوادوالو د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په ټاکنیزو سیالیو کې د دولتي چارواکو د ګډون او په ټولنیزو رسنیو کې له ځانګړي نوماند څخه د پلوۍ په اړه اندېښڼه څرګنده کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټېم په لومړۍ پرانیست غوڼده کې ګډون درلود.

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر مشارو شاه حسین مرتضوي په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي: ((ډاکتر عبدالله له هغو کسانو دی چې په یوه اوونۍ کې یوه ورځ کار کوي، د چهارشنبې په ورځ هند ته ځي او یکشنبې بېرته راځي، دوشنبه ورځ د وزیرانو شورا جوړوي او سه شنبه د هند سفر ته تیاری نیسي.))