کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۹۸): د ولسي جرګې یو شمېر غړي د نیمايي کال د بودیجې په سند کې د حکومتي چارواکو شخصي سلیقې شاملې ګڼي او وايي، تر څو چې په بودیجه کې یادې ستونزې حل نه شي د جرګې غړي به یې تصویب نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د روانې میاشتې په نهمه د ټاکنو د بودیجې د تمویل کوونکو سرچینو د نه مشخصېدو، د دوو نورو بنسټونو لپاره د اوپراتیفي پیسو د ځانګړي کېدو او د ۱۵۴ پراختیايي پروژو د کمولو له امله د نیمايي کال د بودیجې سند د رایو په اکثریت رد کړ.
د کال په پیل کې د روان کال لپاره د بودیجې په سند کې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ عادي او پراختیايي بودیجه په پام کې نیول شوې وه او د نیمايي کال په بودیجه کې په ټولیز ډول ۲۴،۹ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد د حکومت له خوا په وړاندیز شوې بودیجه نیوکه وکړه او ویې ویل، په هغه کې ډېرې ستونزې موجودې دي.
نوموړي ددې په روښانولو چې د بودیجې په اړه بحث روان دی وویل، ترڅو چې د بودیجې په سند کې اصلاحات رانه شي د جرګې غړي به یې تصویب نه کړي.
نوموړي دې ته په اشاره چې بودیجه په حکومت پورې نه، بلکې په ملت پورې اړه لري وویل، د سولې په نوم تازه جوړ شوي وزارت ته ۷۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې شوې چې دا عادلانه نه دي.
مجاهد زیاته کړه، د سولې عالي شورا ۲۲۰ میلیون ډالر د سولې په چارو کې مصرف کړي خو تر اوسه هېڅ ځانګړې لاسته راوړنه نه لري.
هغه روښانه کړه: ((که په دې پیسو مو تانک او الوتکې اخیستې وای کولی مو شوای چې پر وړاندې یې مبارزه وکړو، دا د بیت المال او ملت پیسې دي؛ ولې په غیرعادلانه ډول پیسې مصرفوي.))
دغه راز په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف کریمي وړاندیز شوې بودیجه د ډېرو نیمګړتیاوو لرونکې ګڼي او وايي، وړاندیز شوې بودیجه زموږ په ملي ګټو نه ده چمتو شوې او شخصي غوښتنې په کې ځای شوې دي.
هغې د ښوونکو د معاشونو، کنابچو او درسي کتابونو د کمېدو او د نورو برخو لپاره د بودیجې پر ډېرېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، که مالیې وزارت په بودیجه کې اصلاحات راولي دغه مجلس به یې تایید کړي، له دې پرته به د یادو ستونزو په موجودیت کې ولسي جرګه د بودیجې سند تصویب نه کړي.
خو د ماليې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي د نیمايي کال د بودیجې په سند کې د شخصي سلیقو ځای پر ځای کول ردوي او وايي چې بودیجه د خلکو د لومړیتوبونو په اساس په پام کې نیول شوې او د هېڅ ارګان، کس او یا حکومتي چارواکي شخصي سلیقو ته په کې پام نه دی شوی.
هغه دې ته په اشاره چې د خلکو د استازو نظرونو ته د قدر په نظر کتل کېږي وویل، د قانون په چوکاټ کې به هر هغه بدلون په کې ځای پر ځای شي چې د روڼتیا سبب ګرځي.
login or register a new account.