کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر دې د نیوکې ترڅنګ چې دولتي رسنیو له ولسمشر غني پرته نورو نوماندانو ته د مناظرې زمینه نه ده برابره کړې، له ټولو رسنیو وغوښتل چې د بېطرفۍ او توازن اصل پر ساتلو د ولسمشرۍ ټاکنو ټولو نوماندانو ته د کمپاین مناسب فرصتونه رامنځته کړي.
د ټاکنو کمېسیون د رسنیو کمېټې رییس محمد رفېع صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دولتي رسنیو د ولسمشرۍ ټاکنو ټولو نوماندانو ته د مساواتو د اصل زمینه نه ده برابره کړې.
هغه پر دې د نیوکې ترڅنګ چې دولتي رسنیو له ولسمشر غني پرته د ولسمشرۍ ټاکنو نورو نوماندانو ته د مناظرې زمینه نه ده برابره کړې وویل، که په دې برخه کې توجه ونه شي، یاده کمېټه مجبوره ده چې په دې تړاو انضباطي تدابیر ونیسي.
نوموړي یو شمېر نورې رسنۍ د ټاکنیزو بحثونو په اړه د وخت پر نه وېش تورنې کړې خو نومونه یې په ډاګه نه کړل.
صدیقي دېته په اشاره چې ټاکنیزې سیالۍ له لوړو ژورو سره مخ دي وویل، په رسنیو کې په ډېری بحثونو کې د محتوا توازن شته، خو د وخت د وېش په برخه کې توازن نه دی مراعات شوی چې د رسنیو د تخصصي او مسلکي اطلاع رسونې ماهیت یې تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.
هغه روښانه کړه، د ټاکنو کمېسیون د رسنیو کمېټه د قانون د احوالو له مخې د اصلاح حکم صادروي چې د اطلاع رسونې د کار د ستنو د ساتنې لپاره د درېیو اصولو (دقت، توازن او بېطرفۍ) له مخې لازمه توجه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: ((رسنۍ او د رسنیو همکاران چې د دولتي بنسټونو مامورین او پر اطلاع رسولو مکلف دي له اخلاقي لحاظه باید د ځانګړي نوماند د ټاکنیز ټکټ په استازيتوب په رسنیو کې ګډون ونه کړي او نه باید د ځانګړي نوماند په ګټه په ټاکنیزو سیالیو او تبلیغاتو پورې تړلی وي.))
نوموړي له رسنیو وغوښتل څو هغو کسانو ته د خپلو رسنیو له تربیونه د استفادې فرصت ورنه کړي چې د دولتي ماموریت له ادرسه له خپلو دولتي بنسټونو د اطلاع رسونې مسوولیت لري خو د ځانګړي نوماند په ګټه کمپاین ترسره کوي.
صدیقي زیاته کړه: ((پر هغو مامورینو غږ کوو چې که د ځانګړي نوماند د ټاکنیز ټېم د ستاینې او یا چنې وهلو لېوالتیا لري، د مهربانۍ له مخې دې له خپلې دولتې دندې استعفا ورکړي او په ځانګړي ټاکنیز ټېم کې دې دنده پیل کړي.))
نوموړي دېته په اشاره چې د افغانستان د خلکو اساسي او رښتینی پیغام د ټولیزو رسنیو له دریڅې خپرېږي، له رسنیو وغوښتل چې د رایې ورکونې د صندوقونو تر شا د حماسې رامنځته کولو او لوري ورکولو لپاره چې یوازې د رسنیو د همپالنې او هم طرفۍ په صورت کې شوني دي، هڅه وکړي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله په یوه بله خبري ناسته کې خبر ورکړ چې د بایومټریک ماشینونو د تاییدۍ له امله چې ایا د رایې ورکونې په مرکزونو کې د تکراري ګوتې یا انځور د تثبیت او مرکزي سرور ته د هغې د انتقال وړتیا به ولري او کنه، د اساسي موادو انتقال بند شو.
login or register a new account.