ژبه

سرچینه: ولسمشر غني په نږدې راتلونکي کې واشنګټن ته ځي

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۸): یوه حکومتي سرچینه وايي چې ولسمشر غني په راتلونکې اوونۍ کې واشنګټن ته سفر کوي او هلته به د امریکا له ولسمشر سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.

یوې حکومتي سرچیني چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي نن (د وږي ۱۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر په نږدې ورځو کې امریکا ته سفر کوي.

سرچینې زیاته کړه چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په خپل دغه سفر کې د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري.

سرچینې په دې اړه نور معلومات ور نه کړل خو ویې ویل چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې ځیني نور دولتي چارواکي هم ملتیا کوي. 

خو حکومت د ولسمشر د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي.

دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه وضاحت غوښتی دی.

د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د یو تازه دریځ نیولو ترڅنګ اندېښنه څرګنده کړې او د دغه سند په اړه یې وضاحت غوښتی دی.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي که څه هم د افغانستان حکومت د سولې خبرو پیلوونکی دی او له هر ډول پرمختګه چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او جګړې پای ته رسېدو لامل کېږي، ملاتړ کوي خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه د وضاحت غوښتونکی دی.

 

login or register a new account.