کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸) : په افغانستان کې میشت د ناټو ماموریت وایي، چې د یو لړ عملیاتو پر مهال یو امریکایي سرتیری وژل شوی دی.
د یاد ماموریت لخوا د وږي په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې دا امریکایي سرتیری نن د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
خو سرچینې د يښې کره ځای نه دی په ډاګه کړی.
ناټو ویلی، څو پورې چې داړونده هیواد دفاع وزارت په دې اړه جزییات نه وي خپاره کړی، نو معلومات نه خپروی.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې په کابل کې د ځانمرګي برید له امله د یو امریکایي په ګډون دوه د ناټو سرتیري وژل شوي وو، چې له امله یې امریکا له طالبانو سره روانې خبرې وځنډولې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن