ژبه

د شکایاتو کمېسیون: حکمتیار له خپلو وروستیو خبرو په شا شوی

کابل (پژواک، ۴ تله ۹۸): د ټاکنو کمېسیون وایي، که د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار له خپلو خبرو چې "که چېرته ټاکنې رڼې او عادلانه ترسره نه شي، اړ کېږي بیا سنګر ته لاړ شي" په شا شوی نه واى، د هغه سره قانوني چلند کېده.

دوه ورځې وړاندې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار په خپله کمپایني غونډه کې ویلي و، که چېرته ټاکنې رڼې او عادلانه ترسره نه شي، نو اړ کېږي څو بیا د جنګ سنګر ته لاړ شي.

د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په اړه نن په خبري غونډه کې وویل: «که ګلبدین حکمتیار له خپلو خبرو په شا شوى نه واى، په خپله یو لوی ټاکنیز سرغړوونکی ګڼل کېده او د ټاکنو شکایاتو کمېسیون له حکمتیار سره جدي چلند کاوه؛ د دې لپاره چې یو ټاکنیز نوماند باید مسلح او غیر مسوول کسان ونه لري او نه هم خلک تاوتریخوالي ته وهڅوي.»

د الیاسي په خبره، حکمتیار تېره شپه د یوې تلويزیوني مناظرې پر مهال له خپلو خبرو په شا شوی دى.

له بلې خوا، په افغانستان کې د المان سفیرې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند ګلبدین حکمتیار خبرې وغندلې او ویلي دي: "له تاوتريخوالي په استفادې ښکاره ګواښ، کاملا د منلو نه دى او هغه د یوه ټاکنیز نوماند په توګه رد صلاحیت کوي او دا مسئله باید د مسوولو مقاماتو له خوا وڅېړل شي."

همدارنګه په کابل کې د بریتانیا سفارت د ټاکنو په اړه د طالبانو او ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند ګلبدین حکمتیار ګواښونه غندلي دي.

د بریتانیا سفارت له ټولو بنسټونو غوښتي څو د ټاکنو په بهیر کې قانون ته درناوی ولري.

سرچینې د حکمتیار وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي، دا ډول څرګندونې افغانستان تېر وخت ته بیایي.

هڅه مو وکړه د حکمتیار د وروستیو څرګندونو په اړه د ده د ټاکنیزې ډلې نظر ولرو؛ خو بریالي نه شو.

login or register a new account.