کابل (پژواک، ۵ تله ۹۸): د هېواد امنیتي چارواکي وايي چې د ټاکنو ورځې د امنیت لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی، بلخوا د ټاکنو کمېسیون مسوولینو اعلان وکړ چې د ټاکنو په ورځ به شاوخوا پنځه زره مرکزونه فعال او یوازې ۴۴۵ مرکزونه به تړلي وي.
دغو لوړپوړو امنیتي چارواکو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په یوې ګډې خبري غونډه کې له خلکو وغوښتل چې له وېرې پرته د رایې اچونې مرکزونو ته ولاړ شي او په خپل پراخ ګډون سره دې د ټاکنو روڼوالی تضمین کړي.
د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري د دې ناستې لومړني ویناوال وویل چې د ټاکنو ترسره کولو امنیتي پلان د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په نږدې همغږۍ پلی کېږي.
د وزیري په خبره، دغه امنيتي پلان په درېیو مرحلو کې چمتو شوی چې مخکې له ټاکنو، د ټاکنو په جریان کې او وروسته له ټاکنو عملي کېږي.
نوموړي وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل: ((تاسو د افغانستان د خلکو حق مه اخلئ، که واقعاً پر افغان او افغانستان فکر کوئ، پرېږدئ چې د افغانستان خلک په ولسمشرۍ ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي څو په راتلونکي کې یو ځواکمن حکومت رامنځته شي، له هغه حکومت سره بیا د یوه افغان په توګه د مذاکرې مېز ته کېنئ.))
هغه دغه راز وايي، که طالبان د ټاکنو ګډوډولو هوډ لري او وغواړي چې خلک د رایې له ورکولو وګرځوي، امکان نه لري او خلک به د خپل ځان او وینې په قیمت تر صندوقونو ولاړ شي او رایې به ورکړي.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې له وېرې پرته دې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل هېواد راتلونکی مشر دې وټاکي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات په دې خبري ناسته کې د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د کلکو امنیتي تدابیرو له نیولو خبر ورکړ، ویې ویل، دفاعي او امنیتي ځواکونه بشپړ چمتو دي او د ټاکنو د ورځې لپاره یې لازم امنیتي تدابیر نیولي دي.
جنرال سادات زیاته کړه چې د ټاکنو لومړۍ مرحله (ټاکنیز کمپاین) د امنیتي ارګانونو او ټاکنو کمېسیون په همکارۍ د تېرو ټاکنو په نسبت په بریالیتوب پای ته ورسېده او ټاکل شوې ده سبا (سنبې) د ټاکنو دویمه مرحه (د رایې ورکونې پروسه) پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په پرتله د روان کال ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین په جریان کې د دښمن د بریدونو کچه ډېره کمه وښوده او ویې ویل چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین په جریان کې د نوماندانو پر غونډو ۹۴ بریدونه ترسره شوي وو خو سږ کال په ټول هېواد کې یوازې اته بریدونه ترسره شوي دي.
هغه د ولسمشرۍ د دغو ټاکنو د کمپاین په جریان کې د دښمن د بریدونو کموالي لامل کلک امنیتي تدابیر وبلل.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ وویل چې د رایې ورکوې د ۵۳۷۳ مرکزونو له ډلې ۴۴۵ یې په هېواد کې تړلي دي او په دغو مرکزونو کې ټاکنې نه ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن