ژبه

“د رایې ورکولو د ۹۰۱ مرکزونو پرانیستو په اړه تر اوسه معلومات نه لرو”

 

کابل (پژواک، ۶ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تر اوسه یې د رایې ورکونې د ټولو ۴۹۴۲ مرکزونو له ډلې د ۹۰۱ مرکزونو د خلاصېدو په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید عصمت الله مل نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ټاکل شوې وه په ټول هېواد کې د رایې ورکونې ۴۹۴۱ مرکزونه خلاص شي خو تر اوسه یې د ۴۰۴۱ مرکزونو د پرانیستې معلومات ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو کمېسیون مخکې د رایې ورکونې د ۵۳۷۳ مرکزونو دخلاصېدو اعلان کړی و خو امنیتي مسوولینو ویلي وو چې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت ساتلی شي.

مل وویل، د رايې ورکونې د ۴۹۴۲ مرکزونو په شمېر کاکوونکي ګومارل شوي او دغو مرکزونو ته ټاکنیز مواد انتقال شوي، خو د یاد شمېر مرکزونو له ډلې ټاکنو کمېسیون ته نن له غرمې مخکې تر ۱۱ بجو د ۴۰۴۱ مرکزونو د خلاصېدو خبر ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: ((د پاتې محدود شمېر مرکزونو په اړه چې د مخابراتي شبکو د انتن د ستونزې له امله یې تر اوسه موږ ته راپور نه دی راکړل شوی، ښايي وروسته معلومات ترلاسه کړو.))

حوا علم نورستانۍ له ځینو مرکزونو د معلوماتو نه ترلاسه کېدو په اړه وویل، د اندېښنې وړ نه ده، د رایې ورکونې مرکزونه یو پر بل پسې خلاصېږي.

هغې د افغانستان برخلیک په افغانانو پورې اړوند وباله او ویې ویل: ((وطن زموږ مور ده او باید د خپلې مور په خاطر کار وکړو، د رایو صندقونو ته ولاړ شو او د خپل هېواد مشر وټاکو.))

د یادونې ده، نن (د تلې شپږمه) په ټول هېواد کې خلک د هېواد د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې ورکوي.