ميدان ښار (پژواک، ١٢ تله ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې پر يوې کور د توغندي د لګېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د نرخ ولسوالۍ په بازي خيلو سيمه کې پر يوه کور توغندى لګيدلى دى.
هغه وايي: ((دغه توغندى د طالبانو له لوري راغلى چې پر يوه کور لګېدلى او د همدې کورنۍ درې غړي په کې وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.