ژبه

معنوي: د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د رایې ورکوونکو کره شمېر اعلان کړي

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۹۸): د ثبات او همپالنې ټیم په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه له مبالغې ډکه بللې او  له ټاکنو کمېسیون یې وغوښتل چې د رایې ورکوونکو کره شمېر اعلان کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې چې خلکو په کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې او ټاکنو کمېسیون د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایې ورکوونکو شمېر دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ښودلی دی.

د ثبات او همپالنې ټیم د سیاسي کمېټې مسوول فضل احمد معنوي نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، له بده مرغه ټاکنو کمېسیون د ناظرینو او ټاکنیزو ټکټونو د محاسبې خلاف د رایې ورکوونکو شمېر ډېر زیات اعلان کړی دی.

هغه دې ته په اشاره چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه باید د بایومتریک رایو په اساس اعلان شوې وای، زیاته کړه، د رایې ورکوونکو شمېر باید د سیمه ییزو محلو د امرینو او رییسانو د ټلېفوني اړیکو او پایلو له مخې چې زیاتره یې دروغ دي، نه وای اعلان شوی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې ټاکنو کمېسیون بایومتریک رایې سره کرښه بللې او وايي چې غیربایومتریک رایې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي او نه شمېرل کېږي.

معنوي د ټاکنو د پایلو د فورم پروسس ته په اشاره زیاته کړه: ((د ټاکنو له کمېسیونه غواړو چې ژر تر ژره د واقعي او بایومتریک رایو له مخې د رایې ورکوونکو شمېر اعلان کړي او له کاغذي رایو سره د کمېسیون تړل د وخت ضياع ده او په رایو کې ځنډ خلکو او نوماندانو ته شکونه پيدا کړي دي.))

نوموړي زیاته کړه: ((د نوماندانو تخنیکي ټيمونو تر پرونه هغه سیستم ته لاسرسی درلود چې درملکوک کمپنۍ جوړ کړی و. خو له تېرې ورځې راهیسې غیرفعال شوی او د ټاکنو کمېسیون باید د بایومتریک د مرکزي دستګاه د غیر فعالېدو لامل اعلان کړي.))

خو د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا عبدالله د بایومتریک مرکزي ماشین غیر فعالېدو ته په اشاره وویل، یواځې د جمعې په ورځ یې درې ساعته ستونزه درلوده او وروسته یې مشکل حل شوی، خو یوه ستونزه سرعت دی چې د حل لپاره یې جدي هڅې روانې دي.

دغه راز د ثبات او همپالنې ټيم د سیاسي کمېټې رییس فضل احمد معنوي د دې په روښانولو چې سیال ټيم یې د ۲۰۱۴ کال په څېر درغلي کړې، وویل، په ځینو سیمو کې چې د رایې ورکونې مرکزونه او امنیتي سرتېري نه وو، د رایې صندوقونه د یوه کس په ګټه ډک شوي دي.

هغه روښانه کړه: ((له حکومتي چارواکو غواړو چې په ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي او خلکو ته ډاډ ورکوو چې د ۲۰۱۴ کال وحشتناک خوبونه نه تکرارېږي، درغلي کوونکی ټيم دې د دغه ډول خوبونو لیدل بند کړي.))

نوموړي د لنډمهاله حکومت زمزمو ته په اشاره وویل، یو خوب او خیال دی، ټاکنې به یواځې یو ګټونکی لري، محاسبو په ډاګه کړې چې ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي.

معنوي په ټاکنیزو کمپاینونو کې ډېرو لګښتونو ته په اشاره وویل: ((د سیال ټيم په ټاکنیزو کمپاینونو کې خبره په پیسو وه او راتلونکی حکومت له دوی پوښتنه کوي او د هېواد له لويې څارنوالۍ غواړو چې لوی او پېژندل شوي غله ممنوع الخروج اعلان کړي څو راتلونکی حکومت ترې پوښتنه وکړي. له دولتي امکاناتو ناوړه استفاده او د افغانستان د بېوزله خلکو حق د منلو وړ نه دی.))

login or register a new account.