کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٨) : د ناټو پارلمان د افغانستان، يوکراين او ا يران پر وروستيو حالاتو بحث کوي او په دې ناسته کې د ګډون په موخه دافغانستان د ملي شورا پنځه کسيز پلاوى لندن ته رسېدلى دى.
د ناټو پارلمان له خوا د تلې په ٢٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دا ناسته پرون د جمعې په ورځ په لندن کې پيل شوې.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ له روسيې سره د ناټو پر اړيکو، د ايران د اتوم پر قضيه، د يوکراين موضوع او په افغانستان کې د ناټو پر راتلونکي ماموريت او حالاتو هم بحثونه کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ، د بريتانيا يو شمېر وزيران، د ناټو او بريتانيا نظامي مشران او نورو کسانو په دې ناسته کې ګډون کړى دى.
په دې ناسته کې د ګډون په موخه د افغانستان د ملي شورا يو پنځه کسيز پلاوى هم لندن ته رسېدلى دى.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي انجنير کمال ساپي چې په دې ناسته کې يې ګډون کړى، په فيسبوک کې ليکلي: (( هڅه کوم چې د خپل هېواد سم استازيتوب وکړم.))
هغه زياته کړې چې ده ته د يادې ناستې د امنيتي او دفاعي کمېټې په برخه کې د وينا چانس ورکړل شوى و.
login or register a new account.