ژبه

هند د افغانستان له هوایي ځواک سره د دوو جنګي الوتکو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۹۸): هندوستان دوه Mi 35 جنګي الوتکې چې د بلاروس له هېواده پېرل شوې، له افغانستان سره مرسته وکړه.

د ملي دفاع وزارت په هغه مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، په دې مناسبت د کابل په نظامي هوایي ډګر کې مراسم ترسره شول، په کابل کې د هند سفیر ویني کمار دغه الوتکې په رسمي ډول د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ته وسپارلې.

په دې مراسمو کې د بلاروس سفیر او د هوایي ځواک د قول اردو قوماندان عبدالفهیم رامین هم ګډون درلود.

سرچینې زیاته کړې چې هند له دې وړاندې د روان لمریز کال په غویي میاشت کې دوه نورې 35ـ Mi جنګي الوتکې هم له بلاروس څخه واخيستې او افغانستان ته یې ورکړې چې په ټولیز ډول دغه څلور الوتکې په  ۲۰ ميلیونه ډالرو اخيستل شوې دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د هند او بلاروس له دغو مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې قوي او مسلکي کېږي او د تروریستانو پروړاندې یې کارونه ډېرې لوړې کچې ته رسېدلي.

نوموړي وویل چې افغان ځواکونه به له دې الوتکو له تروریستانو سره د مبارزې او د خلکو د ځان او مال ساتلو په موخه په اغېزمنه توګه کار واخلي.

login or register a new account.