ژبه

 کابل (پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د ولسي جرګې رييس د یوشمېر استازو د پرله پسې غیرحاضریو او ددغې جرګې په ځینو ناستو کې د نصاب د نه شتون په اړه وویل چې وروسته له دې د ولسي جرګې د غیرحاضرو استازو نومونه له رسنیو سره شریک کيږي.

 په ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازي غلام حسین ناصري ددې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل چې ددغې جرګې د یوشمېر غړو غیرحاضري، د یادې جرګې په کارونو منفي اغېز کړی او باید ددغې جرګې د داخلي دندو اصول تعدیل شي.

 هغه د جزيیاتو له ورکولو پرته وویل چې یوشمېر مدني بنسټونو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغې جرګې د روان کال په غونډو کې یوازې په پنځو ناستو کې نصاب درلود چې دغې موضوع د جرګې د غړو او جرګې په اړه منفي نظرونه راپارولي.

 د نوموړي په خبره؛ د داخلي دندو اصول باید په داسې شکل تعدیل شي چې ددغې جرګې د غړو د غیرحاضرۍ په برخه کې جدي څارونکي موارد وضع شي.

په یاده جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاده هم ددغې جرګې د داخلي دندو د اصولو د ځینو مادو د تعدیل غوښتنه وکړه او ويې ویل چې د جرګې د داخلي دندو د اصولو په تعدیل کې دې د یادې جرګې د غړو د غیرحاضرۍ په اړه غوره موارد ځای پرځای شي.

 هغه همدا راز ددغې جرګې له اداري پلاوي څخه وغوښتل څو د جرګې هغه غړي چې غیرحاضري لري، ورسره همکاري ونه کړي او د غیرحاضرانو نومونه دې له ملت سره شریک کړي.

 د رييسانو د کمېټې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې وه ددې جرګې غړي نن ورځ د ولسمشر د ۳۱۲ تقنیني فرمان له مخې د نفوسو د احوال د ثبت د ۱۸مې مادې د تعدیل په اړه، بحث او رایه اچونه ترسره کړي.

 خو ددغې جرګې د امنیتي چارو د کمېسیون مرستیال محمد عارف رحمان چې د یاد فرمان په اړه یې دغې جرګې ته معلومات وړاندې کول، وویل چې د دایمي کمېسیونونو د اکثریت غړو د نه شتون له امله د کمېسیونونو په ګډه ناسته کې، ددې مادې په اړه کار نه دى بشپړ شوی او ډېر بحث ته اړتیا لري.

 هغه د تعدیل شوې مادې په اړه له جزيیاتو پرته د یادې مادې د وروستي کېدو لپاره د دوو اوونیو ځنډ غوښتنه وکړه.

 د ولسي جرګې دویم نایب احمدشاه یاد فرمان ته په اشاره وویل: «ډېر خواشینی یم چې زموږ کمېسیونونو په درېیو میاشتو کې ونه شوای کړی څو د قانون د یوې مادې په اړه تصمیم ونیسي، د جرګې غړي کار نه کوي او خپل مسوولیت اداري هیئت ته سپاري.»

 د ولسي جرګې ريیس میر رحمان رحماني د جرګې منشي ته دنده وسپارله چې وروسته له دې د جرګې د غرحاضرو غړو نوملړ له رسنیو سره شریک کړي.

 د نوموړي په خبره، په داسې حال کې چې د جرګې ځینې غړي د داخلي دندو د ځینو مادو د تعدیل غوښتونکي وي، قانوني پړاوونه دې ترسره کړي څو په اړه یې اقدام وشي.

login or register a new account.