کابل (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): اروپایي ټولنه وایي، هر څوک چې په دې ټاکنو کې بریالی شي، باید د روڼوالي او مشرعیت له لارې ګټونکی شي.
په هغې خپرپاڼه کې چې د اجرئیه ریاست له لوري خپره شوې، راغلي چې اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې له ځانګړې مرستیالې رونالد کوبیا سره په داسې حال کې چې په کابل کې د دغې اتحادیې سفیر ورسره مل و، په سپېدار ماڼۍ کې يې ورسره وکتل.
سرچینې زیاته کړه، کوبیا په دې لیدنه کې د ولسمشرۍ ټاکنو په بریالیتوب سره ترسره کېدل اجرائیه رییس ته مبارکي ورکړه او ويې ویل: "لکه څنګه چې دې ټولنې په خپلو اعلامیو او په کابل کې زموږ د سفیر په موضوعاتو کې بیان کړې چې د ټاکنو له روڼوالي ملاتړ کوي. موږ د ټاکنو بهیر د روڼوالي غوښتونکي یو او هر څوک چې دغه په ټاکنو کې ګټونکی شي، باید په شفافیت او مشروعیت بریالی شي."
کوبیا در ادامه صحبتهای خود علاوه کرد که صلح برای این اتحادیه از اولویت برخوردار است و از تلاشها برای دستیافتن به صلح پایدار در افغانستان پشتیبانی میکند.
همدارنګه نوموړي له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له مرستو ډاډ ورکړ.
اجرائیه رییس له افغانستان او په دې هېواد د بریالیو ولسمشریز ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د اروپایي ټولنې له مرستو مننه او قدردانی وکړ، د ټاکنو د روڼوالي په اړه د اروپايي اتحاديې د اصولي دريځ هرکلى وکړ.
نوموړې رڼې او با اعتباره ټاکنې د افغانستان لپاره حیاتي وبللې او د ټاکنو د خپلواکو کمېسیونونو له کارونو یې ملاتړ وکړ او په ولسمشریز ټاکنو کې د بایومتریک رایو په برخه کې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ چې د درغلۍ مخه ونیسي، هم مننه وکړه.
ډاکتر عبدالله زیاته کړه: "موږ په با اعتباره او رڼو ټاکنو باوري یو او د رڼو او درغلۍ د مخنیوي لپاره له هېڅ ډول هڅې نه یو په شا شوي."
اجرائیه رییس زیاته کړه، اوس د ټاکنو کمېسیونونو مسوولیت دی څو خپلې دندې او مسوولیتونه د خلکو د پاکو رایو د ساتنې لپاره د هېواد له قانون سره په سم ډول ترسره کړي.
هغه د سولې د هڅو په اړه وویل: "سوله د افغانستان د خلکو او زموږ لومړیتوب دی. ما له ټاکنو وړاندې او د ټاکنو په ترڅ کې هم خپله موضوع په صراحت سره ښکاره کړې وه. سوله موږ ته په هر پړاو کې مهمه ده او په هره مرحله کې د دایمي او باعزته سولې ته د رسېدو ملاتړ کوو."
login or register a new account.