کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): ټاکلې شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نن اعلان شي خو عمومي سرور ته له بایومټریک دستګاوو د معلوماتو په لېږد کې د ځنډ له امله به د یادو پایلو اعلان څو ورځې وځنډېږي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې ۲۷مه اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کمېسیون غړي، د دې لپاره چې لومړنۍ پایلې کله اعلان کړي، مشورتي غونډه لري او د نن ورځې تر وروستیو به په دې اړه معلومات وړاندې کړي.
نوموړي دې ته په اشاره چې کمېسیون نه غواړي د ټاکنو روڼوالی د سرعت قرباني کړي، ویې ویل چې د پاکو او ناسمو رایو جلا کول، د رایو دويم ځل شمېرنه او تفتیش ښايي د پایلو په اعلان کې د ځنډ لامل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ رسنیو ته وویل: ((موږ د ورځې تر پایه خپل راپور د کمېسیون له رهبرۍ سره شریکوو او هغوی به بیا له خلکو سره معلومات شریک کړي.))
د یادونې ده، ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن