ژبه

ډاکتر عبدالله: د ټاکنو له روڼتیا باید یوه شېبه هم غافل نه شو

 

کابل )پژواک،٦ لړم ٩٨): اجرائیه رییس رڼې ټاکنې په هېواد کې د ولسواکۍ او ډيموکراسۍ ژغورنې لامل وبللې او د ټاکنیزو کمېسیونو پر خپلواکۍ د ټینګار سربېره وايي چې په ټاکنو کې د روڼوالي ساتنې لپاره باید یوه شېبه هم غافل نه شو.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن وزیرانو شورا ته وویل، ټاکنیز کمېسیونونه باید د ټاکنیزو چارو په ترسره کېدو کې خپلواک وي.

هغه د دې په روښانولو چې د ټاکنو بهیر د رایو څېړنې په درشل کې دي، زیاته یې کړه، رڼې ټاکنې په هېواد کې د ولسواکۍ، ډيموکراسۍ د بهیر او ثبات د ټينګښت لامل کېږي.

عبدالله ټاکنو کمېسیون ته په خطاب وویل: ((د ټاکنو په پاتې بهیر کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د خپلواکۍ او روڼتیا ساتنې غوښتونکي یو.))

نوموړي ټینګار وکړ چې د ټاکنو له روڼتیا باید یوه شېبه هم غافل نه شو.

اجرائیه رییس د سولې بهیر ته په اشارې وویل، له هر فرصت څخه چې د پایدارې سولې لامل کېږي، باید استفاده وکړو.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د یوه امریکايي سرتېري له وژلو وروسته د ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له درېدو وروسته د یاد بهیر د بیا پیلېدو لپاره هڅې پیل شوې دي.

عبدالله د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ابوبکر البغدادي وژل کېدو ته اشاره وکړه او هیله مندي یې ښکار کړه چې د نوموړي په وژل کېدو به د داعش ډله هم وپاشل شي.
هغه د دې په روښانولو چې نوموړی په افغانستان او بغداد کې د بشري جنایتونو او وژنو لامل شوی، زیاته کړه، د داعش ډلې د مشر وژل کېدل به د سیمې او نړۍ پر امنیت مثبت اغېز وکړي.
ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې او خلکو په کې ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.

د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۵مه اعلان شي، خو د ټاکنو کمېسیون پر دغه کار نه دی توانېدلی او نن یې اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون مخکې اعلان کړی و چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې شاوخوا ۱.۹ میلیونه بایومټریک رایې  کارول شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع