ژبه

د بهرنيو چارو وزارت : تر خبرو مخکې سولې ته د طالبانو ژمنتيا او اوربند اړين دي

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٨) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي، وروستيو تجربو ښودلې چې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې اوږد مهاله سولې ته لاره برابرولى شي.

دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ميرويس ناب د اقتصادي همکاريو سازمان د وزيرانو غونـډې ته کړې ، چې په ترکيه کې جوړه شوې ده.

هغه پخپل ټويټر کې ليکلي، په دې ناسته کې يې د افغانستان د اقتصادي لاسته راوړنو او د حکومت د اقتصادي لومړيتوبونو په اړه يې رڼا واچوله.

ناب وايي، په دې وروستيو کې په افغانستان کې ګڼ شمېر لويې اقتصادي پروژې پلې شوي او يا هم د پيلېدو په حال کې دي.

د نوموړي په وينا، د بېلګې په توګه د ټاپي پروژه، د برېښنا کاسا  زر پروژه، د لاجورو لارې پروژه او ځينې نورې شامل دي چې د هېواد اقتصادي پرمختګ کې يې مهم رول لوبولى دى.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويلي ، اقتصادي برياوې او لاسته راوړنې  نېغ په نېغه له سولې سره تړاو لري .

هغه زياته کړې، افغانستان پخپله خاوره کې سيمه ييز او نړيوالو ترهګرو سره د ټولې سيمې او نړۍ په نيابت جګړه کوي .

ناب وايي، دا د ټولو ګډ مسووليت دى چې په دې مبارزه کې افغانستان ته اوږه ورکړي.

د نوموړي په وينا، وروستيو تجربو ښودلې ده، چې يواځې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې اترې يوه اوږود مهاله سولې ته لاره برابرولى شي.

خو هغه زياته کړې، د سولې تر خبرو مخکې بايد اور بند وشي او طالبان سولې لپاره خپله ژمنتيا وښيي.

login or register a new account.