کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩٨): ولسمشر غني د مشرانو جرګې له غړو سره په کتنه کې د درې ګونو قواوو ترمنځ په لا ښې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
له ارګ څخه پژوک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د مشرانو جرګې مشرتابه او غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
سرچينه زياتوي، په پیل کې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار په تېرو پنځو کلونو کې د یادې جرګې د کړنو، د قوانینو او تقنیني فرمانونو د تصویب، د سناتورانو د ولایتي سفرونو، د خلکو د غوښتنلیکونو د ارزولو او له اړوندو مراجعو سره د شریکولو په اړه راپور او معلومات له جمهور رئیس سره شریک کړل او ويې ویل، د مشرانو جرګې استازي د تل په څېر د نظام ملاتړي او د درې ګونو قواوو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غوښتونکي دي.
ده زياته کړه، مشرانو جرګې له خپلې بوديجې څخه د ملي امنیت پنځم ریاست (د الحاقیې ) ساحه کې ځینې تاسیسات رغولي دي، د امکان په صورت کې دې یاد تاسیسات د مشرانو جرګې ملکیت وګڼل شي.
ورپسې د مشرانو جرګې غړي مولوي عطاءالله لودین د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، اوربند، د ملکي تلفاتو د مخنیوي، د لویو لارو د امنیت د تامین، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او د شهیدانو کورنیو ته د لا ډېرې رسیدګۍ، د زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو او اداري فساد پر ضد د مبارزې، متوازن پرمختګ، کانونو، د کرنې د ودې، د اوبو د مدیریت، د برېښنا د تولید، د معتادینو وضعیت ته د پاملرنې، د کډوالو د راستنېدو او د درې ګونو قواوو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
یادو ویناوالو همداراز د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس د لاسته راوړنو، پرمختګونو او انکشافي او ملي برنامو او همداراز د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او مبارزو قدرداني وکړه او ويې ویل، دوی د تل په څېر د دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ کوي.
جمهور رئیس غني د یادو ویناوالو د نظریاتو او وړاندیزونو د شریکولو او د مشرانو جرګې د ملي دریځ مننه وکړه او د لا ښې همغږۍ په موخه یې په هرو شپږو اونیو کې له سناتورانو سره کتنې مهمې وبللې.
نوموړي متوازن انکشاف ته په اشارې وویل، په اتو انکشافي زونونو د افغانستان د وېشلو لپاره باید انکشافي فکر ولرو.
هغه زیاته کړه، طبیعي منابع د ډېرو ولایتونو ترمنځ مشترک دي، نو په دې خاطر باید د ولایتونو ګډ انکشاف ته توجه وشي.
ده وویل، ۶۵۰ د اوبو بندونه په وروستیو پړاوونو کې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.
هغه زیاته کړه، افغاني کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې او د کرنې د ودې له لارې باید د خلکو په ژوند او دسترخوان کې مثبت بدلون راشي.
ده څرګنده کړه، د زده کړو په برخه کې باید اساسي بدلون رامنځته او د جومات او ښوونځي ترمنځ واټن لیرې شي.
login or register a new account.