ژبه

د «صالح» او «محقق» ترمنځ فېسبوکي ناندرۍ خبر جوړوونکې شوې

 

کابل (پژواک ٣ لېندۍ ٩٨): د دولت ساز او ثبات او همپالنې ټېم د دوو ټاکنیزو ټيمونو د مهمو غړو ترمنځ د نېښ لرونکو الفاظو کارول پر فېسبوکي ناندریو بدلې شوې دي.

د پژواک معلومات ښيي چې د دولت ساز ټېم لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو تازه څرګندونو کې چې څلور ساعته مخکې یې پر فېسبوک خپرې کړې ویلي: " د بحران هستې یو غړی پوښتنه کوي چې ښايي هزاره قومونه په لاریونونو کې کم ګډون وکړي. د هستې سر یې په ځواب کې ویلي، دا چې ګډون به وکړي یا به یې ونه کړي، جلا خبره ده، خو د هزاره وو حق د هغو د پزو په اندازه دی؛ کله چې الله تعالی پزې وېشلې هزاره وو ته یې کوچنۍ پزه ورکړه او ویې ویل، زړه دې اخلې یې، کنه به بې پژې به وې، ټول خاندي، دغه دي هغه خلک چې همګرايي تمثیل کړي."

صالح د خپل یادښت په دوام داسې لیکلي:" که څارنوالي یا محکمه وغواړي دغه نژادي او له تعصب څخه ډکې کلمې د عدلي تعقیب لپاره ترلاسه کړي، په واک کې به یې ورکړي. په هغه ټېم کې له ثبات او همپالنې پرته نور هر څه شته. په دغه بوینو ادبیاتو د سیاست دعوا مطلق شرم دی، په ګډونوالو کې یې د پارلمان وکیلان او څو دولتي چارواکي شامل وو."

خو د ثبات او همپالنې ټېم یوه پلوي حاجي محمد محقق د امرالله صالح د یادو څرګندونو په غبرګون په خپله فېسبوک پاڼه هم پر تخریبوونکو کلمو ځواب ورکړی دی.

محقق شاوخوا یو ساعت وروسته د امرالله صالح په ځواب کې ویلي:" د دولت ساز ټېم ځیني مشرانو د هزارګانو په پزه پورې نښتي، تازه دوران ته رسېدلې دغه کس ته په ځواب کې باید ووایم، شرف په پزه کې نه دی، شرف په اخلاقو او انسانیت کې دی، ته د ځان په فکر کې اوسه چې له دې ټولو خوش خدمتیو د پشې په څو تايي حساب یې، زما په ګومان د پشې په دوه تايي."

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د پلویانو ترمنځ د نېښ لرونکو کلمو کارول تازه موضوع نه ده، بلکې دغه مسایل د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړۍ ورځې پیل او تر اوسه دوام لري.

د پژواک د راپور له مخې، د «دروغجن، قاتل، مضر، نفاق اچوونکي، لېوني، چاینکي پز، چیلک انداز، اشرار، خاین، پوچ مغز، دوکه باز، درغلي کوونکی» او نورو نېښ لرونکو او تخریبوونکو کلمو کارول دي چې ځیني نوماندان د یو بل پر وړاندې د اصولپاڼې خلاف استفاده کوي.

له نوماندانو او پلویانو یې د خلکو هیلې

د دوو ټاکنیزو ټکټونو د مهمو غړو له خوا یو او بل ته د سختو او تخریبوونکو کلمو کارول په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د هغه اصولپاڼې په الف جز کې چې ټاکنو کمېسیون د روان کال د زمري په درېیمه اعلان کړه چې پر قوانینو او مقرراتو، د صداقت اصل، شخصیت ته د احترام پر اصل، سیاسي ازادۍ او قانون پر حدود او نورو ټینګار شوی دی.

په ورته وخت کې خلک تمه لري چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان او پلویان یې د یو بل پر وړاندې د تخریبوونکو الفاظو کارول د سوله ییز کلتور له مخې پر مخ یوسي او د ټاکنیزو مسایلو غوټه خلاصه کړي.

login or register a new account.