ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهاند رسول امين د لسم تلين په یاد غونډه وشوه

د پوهاند رسول امين د لسم تلين په یاد غونډه وشوه

author avatar
27 Nov 2019 - 16:35
د پوهاند رسول امين د لسم تلين په یاد غونډه وشوه
author avatar
27 Nov 2019 - 16:35

کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): د افغانستان د علومو اکاډمي په کوربه توب او د پروفيسور رسول امين د کورنۍ په همکارۍ د نوموړي د لسم تلين ياد غونډه د (فکر سړی) تر سرليک لاندې په کابل کې وشوه.

په دې غونډه کې چې د هېواد يو شمېر سياستوالو، پوهانو، فرهنګيانو او د علومو اکاډمۍ علمي غړو برخه اخيستې وه، د پروفيسور امين پر ژوند، فکر او مبارزې خبرې وشوې.

د ولسمشر محمد اشرف غني په پيغام کې چې د هغه د فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو، راغلي وو، پروفیسور رسول امین یو له هغو کسانو و چې د افغانستان د تېرو څو لسیزو توپاني حالاتو کې يې تر خپله وسه کوښښ وکړ چې د خپل هېواد او د ټولنی په ژغورنې کې برخه واخلي.

د علومو اکاډمي سرپرست رييس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب په خپلې پرانيستې وينا کې وویل، استاد رسول امین د پښتو ټولنې د غړي، لیکوال او څېړونکی، د کابل پوهنتون استاد او د هجرت په چاپېریال کې د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنې او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر په حیث او د منځمهاله حکومت په دوره کې د پوهنې د وزیر په توګه هېواد او خلکو ته د یادونې او ستاینې وړ علمي ـ فرهنګي خدمتونه ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، د همدغو علمي ـ فرهنګي فعالیتونو په لړ کې یې د یوه ژمن لیکوال، څېړونکي، ژباړونکي، سیاسي مبصر او فرهنګپال په حیث د علمي، تاریخي، سیاسي او ادبي مسایلو په اړه په چاپي رسنیو، په ځانګړې توګه د کابل مجلې، وږمې مجلې، خپلواکۍ مجلې، زېري جریدې، عرفان مجلې او نورو کې په لسګونو علمي، تاریخي، څېړنیزو مقالو ، لیکنو او ژباړو سربېره د سوسیالوجي، د پښتو ټولنیز او اقتصادي جوړښت، په افغاني ټولنه کې د ښځو اجتماعي موقف، د ځناورو فارم، د افغاني ټولنې د زعامت خلا او نور ځانګړي لیکلي او ژباړلي چاپ شوي آثار لري.

دغه راز د ولسمشر سلاکار نبي مصداق وويل چې پروفيسور امين يو استثنايي شخصيت و، هره غونډه او مجلس کې به يې خبرو خلک ځان ته راجلبول. هغه په پېښور کې د مهاجرت پرمهال فرهنګي خدمتونه ترسره کول. دی يو ستر علمي او قومي شخصيت و او ډېرې ليکنې يې وکړې.

د علومو اکاډمي سلاکار پوهاند مجاور احمد زيار له پروفيسور امين سره د ده د خطراتو پر يادولو سربېره وويل، چې نوموړی د افغاني ټولنې يو ټولنپوه و، پاک زړی او د ښه چارچلند څښتن و او آن د ښي او چپ اړخونو کوښښ کاوه چې دی خپل خواته جذب کړي، خو امين خپل فکر درلود.

د پروفيسور امين لور ډاکټر ياسمين امين بيا د غونډې له ټولو راغلو مېلمنو او ګډونوالو څخه مننه وکړه چې په دې محفل کې يې برخه اخيستې ده او څرګنده يې کړ چې کورنۍ به يې د خپل پلار د فکر ډيوه بله ساتي او د هغه په نوم به فرهنګي مرکز جوړوي.

هغې له حکومته وغوښتل چې د پلار له وصيت سره سم يې جسد په کابل کې د سيد جمال الدين افغان څنګ ته را انتقال کړي.

استاد حبيب الله رفيع وويل: ((موږ نن د يوه داسې چا په ياد راټول شوي يو چې هغه د هر اړخيز شخصيت درلودونکی و او تر ټولو مهمه دا چې، هغه د فکر سړی و، هغه ملي فکر درلود او د همدې فکر د رڼولو لپاره يې له هرې وسيلې استفاده کړې ده.))

هغه د خپل فکر د اظهارولو لپاره په پښتو ټولنه کې کار پيل کړ او مقالې يې ليکلې، بيا کابل پوهنتون کې استاد شو او هم يې کتابونه ليکل.

ددې ناستې په وروستيو کې د پروفيسور امين مستند فلم چې د محبوب الله خان په زيار چمتو شوی، نندارې ته وړاندې شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.