منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پوهاند رسول امين د لسم تلين په یاد غونډه وشوه

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۳۴ کتنې

کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): د افغانستان د علومو اکاډمي په کوربه توب او د پروفيسور رسول امين د کورنۍ په همکارۍ د نوموړي د لسم تلين ياد غونډه د (فکر سړی) تر سرليک لاندې په کابل کې وشوه.

په دې غونډه کې چې د هېواد يو شمېر سياستوالو، پوهانو، فرهنګيانو او د علومو اکاډمۍ علمي غړو برخه اخيستې وه، د پروفيسور امين پر ژوند، فکر او مبارزې خبرې وشوې.

د ولسمشر محمد اشرف غني په پيغام کې چې د هغه د فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو، راغلي وو، پروفیسور رسول امین یو له هغو کسانو و چې د افغانستان د تېرو څو لسیزو توپاني حالاتو کې يې تر خپله وسه کوښښ وکړ چې د خپل هېواد او د ټولنی په ژغورنې کې برخه واخلي.

د علومو اکاډمي سرپرست رييس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب په خپلې پرانيستې وينا کې وویل، استاد رسول امین د پښتو ټولنې د غړي، لیکوال او څېړونکی، د کابل پوهنتون استاد او د هجرت په چاپېریال کې د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنې او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر په حیث او د منځمهاله حکومت په دوره کې د پوهنې د وزیر په توګه هېواد او خلکو ته د یادونې او ستاینې وړ علمي ـ فرهنګي خدمتونه ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، د همدغو علمي ـ فرهنګي فعالیتونو په لړ کې یې د یوه ژمن لیکوال، څېړونکي، ژباړونکي، سیاسي مبصر او فرهنګپال په حیث د علمي، تاریخي، سیاسي او ادبي مسایلو په اړه په چاپي رسنیو، په ځانګړې توګه د کابل مجلې، وږمې مجلې، خپلواکۍ مجلې، زېري جریدې، عرفان مجلې او نورو کې په لسګونو علمي، تاریخي، څېړنیزو مقالو ، لیکنو او ژباړو سربېره د سوسیالوجي، د پښتو ټولنیز او اقتصادي جوړښت، په افغاني ټولنه کې د ښځو اجتماعي موقف، د ځناورو فارم، د افغاني ټولنې د زعامت خلا او نور ځانګړي لیکلي او ژباړلي چاپ شوي آثار لري.

دغه راز د ولسمشر سلاکار نبي مصداق وويل چې پروفيسور امين يو استثنايي شخصيت و، هره غونډه او مجلس کې به يې خبرو خلک ځان ته راجلبول. هغه په پېښور کې د مهاجرت پرمهال فرهنګي خدمتونه ترسره کول. دی يو ستر علمي او قومي شخصيت و او ډېرې ليکنې يې وکړې.

د علومو اکاډمي سلاکار پوهاند مجاور احمد زيار له پروفيسور امين سره د ده د خطراتو پر يادولو سربېره وويل، چې نوموړی د افغاني ټولنې يو ټولنپوه و، پاک زړی او د ښه چارچلند څښتن و او آن د ښي او چپ اړخونو کوښښ کاوه چې دی خپل خواته جذب کړي، خو امين خپل فکر درلود.

د پروفيسور امين لور ډاکټر ياسمين امين بيا د غونډې له ټولو راغلو مېلمنو او ګډونوالو څخه مننه وکړه چې په دې محفل کې يې برخه اخيستې ده او څرګنده يې کړ چې کورنۍ به يې د خپل پلار د فکر ډيوه بله ساتي او د هغه په نوم به فرهنګي مرکز جوړوي.

هغې له حکومته وغوښتل چې د پلار له وصيت سره سم يې جسد په کابل کې د سيد جمال الدين افغان څنګ ته را انتقال کړي.

استاد حبيب الله رفيع وويل: ((موږ نن د يوه داسې چا په ياد راټول شوي يو چې هغه د هر اړخيز شخصيت درلودونکی و او تر ټولو مهمه دا چې، هغه د فکر سړی و، هغه ملي فکر درلود او د همدې فکر د رڼولو لپاره يې له هرې وسيلې استفاده کړې ده.))

هغه د خپل فکر د اظهارولو لپاره په پښتو ټولنه کې کار پيل کړ او مقالې يې ليکلې، بيا کابل پوهنتون کې استاد شو او هم يې کتابونه ليکل.

ددې ناستې په وروستيو کې د پروفيسور امين مستند فلم چې د محبوب الله خان په زيار چمتو شوی، نندارې ته وړاندې شو.

پوهاند رسول امين د ۱۳۱۸هـ. ش د ثور په ۲۰مه نېټه د کونړ د مرکز اسعداباد په وټه پور کلي کې د محمد امين خان په کور کې وزېږېد، په ۱۹۶۶م کال کې يې له پېښور پوهنتون څخه په ټولنپوهنه کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ، وروسته کابل ته راستون شو او په پښتو ټولنه کې يې لومړنی ماموريت پيل کړ او ترڅنګ يې په کابل پوهنتون کې په افتخاري توګه درس هم ورکاوه.

بيا په ۱۳۵۸هـ. ش کال کې پېښور ته کډوال شو او هلته يې د نورو فعاليتونو ترڅنګ افغان اطلاعاتو مرکز سره هم کار کاوه، هلته يې د وفا په نوم اتحاديه جوړه کړه. بيا د حامد کرزي د انتقالي ادارې له راتګ سره سم د پوهنې وزير شو او په اخره کې د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله په استراليا کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه ځينې آثار دا دي: افغانستان د تاريخ له خطرناک پېچومي تېرېږي قومي، نژادي او ژبني تعصبونه د افغانستان ملي وحدت او ځمکني تماميت ته خطر دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور