کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٨): دبلخ ولایت د نهرشاهي سړک جوړولو پروژې په ګډون له ۳،۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۵ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې پر ۳۷ تدارکاتي موضوګانو بحث وشو، په پايله کې کمېسیون له ۳،۶ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۵ تدارکاتي موضوګانې منظور کړې چې لاندې پروژې په کې شاملېږي:
· د کلیوپراختیا وزارت اړوند د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د مزارشریف شریف - شبرغان عمومي سړک څخه تر بابا قچقار کلي پورې د ۱۴،۵ کیلومتر اوږد د نهرشاهي (لنګرخانه) د سړک قېرولو او لښتي جوړولو پروژې قرارداد؛
· د کلیوپراختیا وزارت اړوند د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې د همکارو مؤسسو د استخدام پروژې د قرارداد ۱۲ وړاندیزونه؛
· د کابل ښاروالي اړوند د مکروریانونو د څارنې د تدویر تصدۍ لپاره د ۵ زره ټنه LPG ګازو د برابرولو او تدارک پروژې قرارداد؛
· د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د ارچي کانال د پنځمې بستې د بیارغونې پروژې قرارداد؛
· د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د ولایتونو د کوچنیو بندونو د پروژو قرارداد؛
· د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د هند د کنډولا بندر څخه نیمروز ولایت ته او له هغه ځای څخه د هیواد د سېلو زېرمو ته د هندوستان هیواد ۷۵ زره مټرېک ټنه مرسته شويو غنمو لېږد پروژې قرارداد؛
· د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د مزارشریف لینونو د ترانسمیشن د ډیزاین، اکمال او نصب پروژې قرارداد؛
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیتي کمرو د ۶۳ قلمه وسایلو او تجهیزاتو د تدارک پروژې قرارداد د وخت د تصحيح په اړه د کورنیو چارو وزارت او د ګټونکي داوطلب له خوا د ډبرو سکرو او لرګیو د اکمالاتو د پيل اجازې ورکولو په اړه د ملي دفاع وزارت د منظورۍ نېټې د غوښتنو لارښوونې ملي تدارکاتو کمیسیون ته وړاندې او په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.
کابل ښاروالۍ د هغو شرکتونو چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې او د ۱۳۹۸کال د پسرلي په پیل کې د سیلابونو او بارانونو پرمهال ېې کابل ښاروالۍ ته توکي او خدمتونه برابر کړي وو، د تادیاتو د منظورۍ غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې کمېسیون منظور کړه.
login or register a new account.