ژبه

د ډاکټر ناکامورا وژل کېدل په پراخه کچه وغندل شو

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٨) : د ولسمشر اشرف غني په ګډون ګڼ شمېر چارواکو، سياسيونو، مدني فعالانو او بهرنيانو د جاپانۍ موسسې د مشر ډاکټر ناکامورا وژل  کېدل په کلکه غندلي دي.

د پي اېم اېس په نامه د يوې جاپانۍ موسسې مشر جاپاني الاصل افغان ډاکټر ناکامورا (د لېندۍ په ۱۲مه) د همدغه کار په موخه له خپل دفتره خېوې ولسوالۍ ته روان و، چې جلال اباد ښار کې د وسله والو تر بريد لاندې راغی.

په دې بريد کې هغه او پنځه نور ملګري يې ووژل شول او وسله وال په رڼا ورځ په تېښته بريالي شول.

ولسمشر اشرف غني تېر کال نوموړي ته د افغانستان تابعيت ورکړى و.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب په افغانستان کې د دوست هېواد جاپان استوګن سفیر سره د ټيلېفوني خبرو پرمهال د ډاکټر تتسو ناکامورا پر وژل کېدو ژوره  خواشیني څرګنده کړه. 

ولسمشر د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخو کې د ډاکټر تتسو ناکامورا فعالیتونو ته په اشارې وویل، حکومت د نوموړي د دغو خدمتونو د قدردانۍ په موخه هغه ته د افغانستان تابعیت ورکړ او د افغانستان خلک به د هغه خدمتونه او درناوی هېر نه کړي.

هغه پر دې په ټینګار چې د افغانستان دښمنان  د دغه ډول جنایتونو، ترور او وحشت له لارې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ؛ هېوادوالو او نړيوالو شريکانو پياوړې هیلې نه شي کمزورې کولی، اړوندو مسوولینو ته د دغه ترهګريز برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر  ناکامورا بريد او وژل يې غندلي دي.

ده ويلي، ډاکټر ناکامورا او د هغه ملګري د افغانستان لپاره د خدمت یوه غوره الګو دي، چې د برید موخه ګرځول یې د افغانستان له ابادۍ او پرمختګ سره ښکاره دښمني ده.

عبدالله ويلي، ډاکټر ناکامورا کلونه کلونه د کونړ پر سیند د خدمت تلپاتې یادګارونه پرېيښي او افغانان یې له خدمت کولو څخه خوښ دي.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمد الله محب، د ننګرهار او لغمان د واليانو په ګډون ګڼ شمېر واليانو، وزيرانو،  سياسيونو، مدني فعالانو او د ټولنې د هرې برخې خلکو د ناکامورا وژل غندلي او پرې يې خواشيني څرګنده کړې ده.

دغه راز ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې او د يو شمېر هېوادونو سفيرانو هم دا بريد او وژل غندلي دي.

login or register a new account.