ژبه

د خوست والي د پاکستانۍ کلدارو پر چلښت د بندیز سپارښتنه کړې ده

خوست ښار (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د خوست والي امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې ده چې په دغه ولایت کې د پاکستانۍ کلدارو پر راکړه ورکړه کلک بنديز ولګوي.

دغه مطلب د لېندۍ په ۱۵مه د خوست ولایت مقام له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.

والي محمد حليم فدايي ويلي چې نږدې يوولس مياشتې يې‌ د کلدارو بندېدو او د افغانيو د ترويج لپاره عامه پوهاوی ترسره کړ خو کومه نتيجه يې ورنه کړه.

نوموړی وايي چې سر له سبا به په ټول خوست کې راکړه ورکړه یوازې په افغانیو وي او په همدې موخه يې ټولو امتیتي ارګانونو ته جدي هدایت کړی چې په دې برخه کې قاطع چلند وکړي.

والي حليم فدايي دغه ډول زياتوي چې سر له سبا به ټول امنیتي ارګانونه د خوست ښار په دخولي دروازو کې جدي تلاشي کوي او ټول ښار او بازار به څاري.

بل پلو د خوست ښار اوسېدونکي هم د والي له دې پرېکړې هرکلی کوي خو وايي دغه ځل بايد په ياده برخه کې اساسي اقدامات ترسره شي.

د حکيم ولي په نوم يوه کس پژواک اژانس ته وويل چې د‌ نرخونو کنټرول، د افغانۍ بانک نوټونو ډېرول هغه څه دي چې په دې برخه کې مرسته کولی شي.

د رضاوالله په نوم يوه بل کس بيا پژواک ته په خبرو کې وويل چې دغه ځل بايد د افغانيو د ترويج مسئله د تېر په څېر عادي ونه ګڼل شي.

د هغه په خبره، که په دې برخه کې کوټلي ګامونه وانه خيستل شي او پر اساسي حل لارو فکر ونه شي، نو پايله به‌ يې د تېر په‌ څېر يو ځل بيا منفي وي.

login or register a new account.