کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي چې د هېواد ملي امنيتي ځواکونه به د ډاکتر ناکامورا قاتلين تر پېژندلو وروسته ډېر ژر ونیسي.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د لېندۍ په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب دغه څرګندونې پرون ماښام د جاپان له سفير ميټسو جي سوزو سره په ليدنه کې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د ملي امنیت سلاکار وویل، ډاکتر ناکامورا د خپل عمر ډېر وخت د افغانستان خلکو ته په خدمت کې تېر کړ چې نه شتون يې افغانانو او حکومت ته لويه ضایعه بلل کېږي.
د هغه په وينا، د افغانستان خلک د هغه د مرګ په خبر اورېدو سخت خواشيني دي.
د ملي امنيت سلاکار وويل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر د ډاکټر ناکامورا قاتلین له پېژندلو وروسته ونیسي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې معرفي کړي.
هغه څرګنده کړه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو بهرنیو وګړو او ډيپلوماتانو د امنیت د تامین مسوولیت لري او هڅه به وکړي چې دغه مسوولیت ته پاملرنه نوره هم ډېره کړي.
د جاپان سفير د افغانستان د خلکو او حکومت د خواخوږۍ قدرداني وکړه او ويې ویل چې هېواد به يې هڅه وکړي څو د ډاکټر ناکامورا نيمګړې پروژې بشپړې کړي.
د جاپانۍ مرستندويې موسسې مشر ډاکتر ناکامورا تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې له خپلو پنـځو نورو ملګرو سره ووژل شو.
پرون د ننګرهار ولايت چارواکو ويلي چې د ناکامورا د وژلو په تور يې دوه کسان نيولي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن