ژبه

دفاع وزارت: په بلخ کې طالبانو څلور ملکي وګړي وژلي

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې وسله والو طالبانو د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې څلور ملکي وګړي وژلي دي.

د دغه  وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې ده چې په وژل شوو کسانو کې درې ښځې او يو سړی شامل دي.

سرچينې په دې اړه نور جزئيات نه دي  ورکړي.

د حمیدالله په نوم د شولګرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې دغه پېښه څلور شپې وړاندې په ساپيانو کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې وژل شوي کسان څلور واړه سړي دي او ښځې په کې نشته.

نوموړی زیاتوي چې په وژل شوو کې ۳ مېلمانه او يو کوربه وو.

د شولګر ولسوالۍ دغه اوسېدونکي وویل چې د پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.