ژبه

د کابل ګارنیزون د ښاریانو د امنیت ټینګښت له امله وستايل شو

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٨): د ملي امنيت سلاکار د دې ترڅنګ چې د کابل ګارنيزيون د ښاريانو د امنيت په ټينګښت کې ستايي، وايي، افغانستان هېڅکله ماتې نه مني او کورني او بهرني دښمنان به یې مخ توري شي.

د ملي امنيت شورا له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د کابل ګارنيزیون له عمومي قوماندانۍ لیدنه وکړه.

سرچينې د ملي امنيت سلاکار له قوله ويلي، کابل ګارنيزیون د ترهګرو د شومو اهدافو مخنیوي او د ښاریانو د امنیت تامین په برخو کې ښه پرمختګ کړی دی.

د هغه په وينا، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ثابته کړه چې افغانستان هېڅکله ماتې نه مني او کورني او بهرني دښمنان به یې مخ توري شي.

ده زیاته کړه، د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونو دښمن ته سخته ماتې ورکړې؛ نو ځکه په جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مراکزو او نورو عامو ځایونو کې ځانمرګي بریدونه کوي چې ښه بېلګه يې نن په بګرام کې پر روغتیايي مرکز حمله وه.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار د کابل ګارنيزیون له عمومي قوماندانۍ د لیدنې او د مرکزي زون د ځانګړو عملیاتو د مرکز پرانېستې پر مهال وویل، د کابل امنیت د ټول افغانستان امنیت دی، که چېرې پلازمېنه ناامنه شي، تاثیرات یې ټولو هېوادوالو ته متوجه کېږي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب څرګنده کړه چې ټول افغانان د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر قوت، اتلولۍ او ځواک ویاړي، دغه اتلولي او قرباني د نن لپاره نه، بلکې د یوۂ تاریخ لپاره دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د کابل ګارنيزیون عمومي قوماندانۍ مسوولینو او سرتېرو ټینګار وکړ، چې له هېواد څخه دفاع یې مینه او موخه ده او دې لاره کې هر راز قربانۍ ته چمتو دي.

هغوی ډاډ ورکړ چې د ټول افغانستان په ځانګړې توګه د کابل ښار امنیت تامین لپاره به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

ورته موضوع