کندوز ښار (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٨): د کندوز د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې چې بايد د مخنيوي لپاره يې اړين اقدامات وشي.
خو بل لورته د کندوز امنيتي چارواکي بيا دغه ادعا ردوي او وايي چې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه نه ده.
د پژواک د راپورونو پر بنسټ، په کندوز کې په تېرو لسو ورځو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو امله ٢٦ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
خو د بغلان د ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د طالبانو د بريدونو له امله د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه شوې ده.
هغه وايي: ((زموږ د پلټنو له مخې په تېرو لسو ورځو کې ٧٠ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دا موږ ته ډېره خواشينوونکې ده.))
د هغه په وينا، وسله وال طالبان د شپې له لوري امنيتي سرتېري په ليزر لرونکي ټوپ په نښه کوي چې دا يوه بله خطرناکه مسله ده.
دغه راز د ولايتي شورا بل غړي خليل قاري زاده هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه شوې ده.
ده زياته کړه: ((تاسو شاهد ياستئ چې هره شپه د طالبانو په بريدونو کې سرتېري وژل کيږي چې دا يوه لوېه اندېښنه ده.))
په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسېدونکي شبير احمد پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنيو ترڅنګ د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
دى وايي: ((هره شپه موږ له رسنيو د سرتېرو د مرګ ژوبلې خبرونه اورو د دې مخه بايد ونيول شي.))
خو بل لورته د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال رشيد بشير بيا وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې ٦٠ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
قوماندان زياته کړه: ((زه د ولايتي شورا دغه څرګندونې په کلکه ردوم، کله هم د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه دومره لوړه نه وه چې په لسو ورځو کې ٧٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوړي.))
د کندوز امنيه قوماندان د دغه ولايت له اوسېدونکو او د ولايتي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري وکړي.
د يادونې ده چې کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې يې دوه ځلې سقوط کړى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن