کابل (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په اروزګان ولايت کې ١٢ ملکي وګړي د طالبانو له زندانه راخوشي کړي دي.
د ياد وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد عمليات تېره شپه د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ترسره شوي وو.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې د دغو عملياتو پر مهال له اړوندې سيمې ٣١٠ کيلوګرامه نشه يي توکي او يو موټرسايکل هم ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.