ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان مستوفيت د عوايدو ټولولو کې لومړی مقام خپل کړی

د اروزګان مستوفيت د عوايدو ټولولو کې لومړی مقام خپل کړی

author avatar
21 Jan 2020 - 12:44
د اروزګان مستوفيت د عوايدو ټولولو کې لومړی مقام خپل کړی
author avatar
21 Jan 2020 - 12:44

ترينکوټ (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٨): د اروزګان د مستوفيت رياست مسوولين وايي چې دې ادارې د ماليې وزارت له خوا ورکړل شوی هدف ترلاسه کړى او په ټول هېواد کې يې د عوايدو په ټولولو کې لومړى مقام خپل کړی دى.

د دغه ولايت سرپرست مستوفي رحيم الله هېوادمل د ماليو راټولولو د اوونۍ په تړاو غونډه کې وويل چې دوى په تېر يوه مالي کال کې له خپل ټاکلي هدفه څه باندې ١٩ سلنه زيات عواید ترلاسه کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.

هغه زياته کړه چې سږ کال د ماليې وزارت دغه ولايت ته څه باندې اتيا ميليونه افغانۍ د عوايدو هدف ټاکلی و.

خو نوموړى وايي چې په ياده موده کې يې دوى ٩٦ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې له ټاکلي هدف څخه ١٩ سلنه زياتې دي.

هېوادمل وويل، له همدې امله دوى په ټول هېواد کې د عوايدو ټولولو په برخه کې لومړی مقام خپل کړي.

ماليه ورکوونکي کسان بيا له دولته او اړوندو ادارو غواړي چې د هغوی د ماليې په مقابل کې ورته سم خدمات وړاندې کړي.

د دغه ولايت يوه مدني فعال جاوېد خپلواک پژواک ته وويل، تل يې ماليه ورکوونکو ادارو ته پر وخت ماليه ورکړې، خو هغوى سم خدمات نه دي وړاندې کړي.

هغه له اړوندو ادارو وغوښتل چې د ماليو په بدل کې دې خلکو ته سم خدمات وړاندې کړي، ستونزې يې هوارې کړي او لاسنيوى يې دې وکړي.

د اروزګان والي اسدالله سعيد د لومړي مقام پر ګټلو خوښي څرګنده کړه او دا يې د خلکو او ماليه ورکوونکو همکاري وبلله.

هغه زياته کړه، خلک، ماليه ورکوونکي بنسټونه، سوداګر او هټۍ وال اوس د دولت ماليه پر وخت ورکوي، چې له امله د تېرو دوو کلونو راهيسې ددغه ولایت د مستوفیت اداره د مالي وزارت څخه ورکول شوی هدف ترلاسه کولای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.