کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، مایع ګاز او غوړیو بیې ټيټې شوې خو د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرلو بیه له ۵۰ افغانۍ څخه ۴۸ افغانۍ ته او د یو لېتر ډېزلو بیه بیا له ۴۸ څخه ۴۷ ته ټيټه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د لارو له خلاصېدو او تېلو له واردېدو وروسته د یادو موادو بیې ټيټې شوې دي.
که څه هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ګاز په یوه بیه نه پلورل کېږي خو نن یې بیه د تېرو اوو ورځو په پرتله ټیټه شوې ده.
د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۹۰ افغانۍ څخه ۶۵ افغانیو ته را ټيټه شوې ده.
د کابل ښار د پل پادشاه په سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمد ظریف وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۹۵ افغانۍ څخه ۸۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
دغه ګاز پلورونکي وايي چې د لارو خلاصېدو او د سون توکو د وارداتو ډېرېدو په کابل ښار کې د یادو موادو بیې ټيټې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې په کابل ښار کې د مایع ګاز بیه تر ۷۰ سلنه ډېره لوړه شوې ده.
د روان کال د لېندۍ میاشتې په جریان کې د یو کیلو مایع ګاز بیه په ځينو ناحیو کې ۶۵ افغانۍ، په ځنیو ناحیو کې ۵۵ او په یو شمېر نورو ناحیو کې ۶۰ افغانۍ وه.
په خوراکي توکو کې یوازې د غوړیو بیې ټيټې شوې دي.
د کابل ښار د منډويي عمده پلورونکي محمد صمیم وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۳۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۸۰ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.
login or register a new account.