کابل (پژواک،۱۰ سلواغه ۹۸): د چارو شنونکي د ایران او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د کړکېچ په اړه د افغانستان منځلاری سیاست ستایي او وایي چې افغانستان باید دغه کړکېچ په فرصت بدل کړي او ګټه ترې واخلي.
د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا کړکېچونه وروسته له هغه راپورته شول، چې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د روان کال د مرغومې په ۱۳ مه په بغداد کې د امریکایی ځواکونو په برید کې ووژل شو.
د سلیماني تر وژل کېدو وروسته، د مرغومې په ۱۸ ایران په عراق کې د امریکایې ځواکونو پر ددو پوځي اډو توغندیز بریدونه وکړل. تر دې وروسته ایراني ځواکونو د اوکراین یوه مسافروړونکې الوتکه په ایران کې راوغورځوله چې له امله يې ۱۶۷ تنه ووژل شول.
له پېښې دوه ورځې وروسته ایراني چارواکو ومنله چې دغه الوتکه د انساني تېروتنې له مخې د دوی ځواکونو په نښه کړې او راغورځولې ده.
د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو انستيتيوت نن کابل کې د سياسي چارو د شنونکو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې وه. په دغه ناسته کې د امریکا او ایران تر منځ د روان کړکیچ او پر افغانستان یې د اغېز په تړاو بحثونه وشول.
د ملی امنیت شورا د ګواښونو د څیړنو پخواني مشر ارین شریفي په نننۍ غونډه کې وویل، چې پر افغانستان د امریکا او ایران ترمنځ د شته کړکېچونو د اغېز په اړه اندېښنه نه لري؛ ځکه چې پر افغانستان اثر نه لري او د یادو دوو هېوادونو تر منځ کړکېچونه پخوانۍ ریښه لري.
ده وویل، په ډېر نږدې وخت کې به د امریکا او ایران ترمنځ راولاړ شوي کړکېچونه حل شي او افغانستان باید دغه کړکېچونه په فرصتونو بدل او ګټه ترې واخلي.
د هغه په اند، امریکا او ایران افغانستان کې موازي ګټې لري نه تقاطع، نو ځکه خو دواړه هېوادونه نه غواړي د خپلو ګټو لپاره افغانستان کړکېچ ته بوځي.
د ده په وینا، د ایران او امریکا د کړکېچونو په تړاو د افغانستان منځلاری او منطقي سیاست انتخاب کړى او باید همدې سیاست ته دوام ورکړي.
د افغانستان دولت د سلیماني تر وژل کېدو وروسته ویلي و چې له امریکا سره د امنیتي تړون له مخې به د افغانستان خاوره هېڅ کله د ګاونډي هېواد پر خلاف ونه کارول شي.
شریفي هيله څرګنده کړه چې افغانستان باید له امریکا او ایران سره خپلې ستراتېژیکې اړیکې نورې هم پیاوړې او له دواړو هېوادونو څخه ګټه واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل په نننۍ ناسته کې وویل:« په دیپلوماسۍ او سیاست کې تل کړکېچونه او فرصتونه رامنځته کېدای شي او ممکنه ده چې دغه کړکېچونه د ځینو لپاره کړکېچ او د ځینو هېوادونو لپاره فرصت وي.»
login or register a new account.