کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٨): ولسمشر غني د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونه پرانيسته او ويې ويل، چې د دې خونې جوړېدل به د کرنې د ودې لامل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
ولسمشر په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، کرنه او مالداري یوازې د ودې نه، بلکې د افغانستان د ثبات لپاره مهم دي.
ده زیاته کړه، حکومت کار کوي چې د ښار او کلي فاصله له منځه یوسي او د کرنې له سیاسي، اداري او اقتصادي هر اړخیز اهمیت څخه استفاده وشي او د افغانستان راتلونکی په کرنې پورې تړلی دی.
نوموړي د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیو ته وویل: "د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به ستاسو غږ یو کړي او محصولات به مو په اسانه او ارزانه په کور دننه مارکېټونو سربېره بین المللي مارکېټونو ته ورسېږي."
د هغه په وينا، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات درې برابره شول او له یو میلیارد ډالرو څخه واوښتل. زموږ پلان دا دی چې هر کال باید په دې کچه ۵۰۰ میلیون ډالر زیات شي. د حکومت ژمنه دا ده چې ستاسو تولیداتو ته بین المللي بازارونه پیدا کړي.
ولسمشر د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې د صادراتو کیفیت او حیثیت ته جدي پام وکړي او د افغانستان هر سفیر او کونسل به په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د تولیداتو استازیتوب کوي او تر اوسه د سوداګریزو اتشو کارونو ښه پایله ورکړې ده. صادرات د باور زنځیر دی او دولت ژمن دی چې له پروسس تر پلور پورې په ټولو مرحلو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
ده په ټینګار سره وویل، د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د ښه والي لپاره د اوبو مدیریت مهم دی او افغانستان به په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې ۸۰ سلنه اوبه مهار کړي.
هغه زياته کړه، د ملي بحث په چوکاټ کې د کابل خلکو سره د کتنو په لړ کې اوبه په پنځو عمده ستونزو کې یوه ده او د څښاک پاکې اوبه خوندي نه دي، نو حکومت کار کوي چې په لویو ښارونو کې د څښاک اوبو ستونزه حل شي.
د نوموړي په خبره، د ژوند چاپېریال د تغییر په حال کې دی او اړتیا ده چې موږ هم ورته ځانونه تیار کړو.
غني د هېواد مالدارانو او کروندګرو ته وویل، حکومت په پلان کې لري د هېواد په ۵ نقطو کې د ارزښت زنځیر اساسي مرکزونه جوړ کړي، ترڅو هغوی پوه شي چې محصولات یې له تولید تر پلور پورې خپل اررښت لري او څه ډول یې وساتي.
ده زیاته کړه، دولت د څرځایونو د غصب مخنیوی کوي او ژمن دی چې په تدارکاتو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول کېږي او د ښځو د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیو ته به په تدارکاتو کې ۵ سلنه ترجیح ورکړل شي.
login or register a new account.