کابل (پژواک، ١٤ دلو ٩٨): لویه څارنوالي وایي، لومړنۍ محکمې تمیم شنسب پر ۲۲ کاله تنفیذي بند او د هغه ۱۷ نور ملګري هر یو پر ۱۷- ۱۷ کاله بند محکوم کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت تېر کال د لېندۍ په ۱۳مه د دفاع د پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ پرکټی تمیم شنسب پلازمېنې کابل په زړه (شهرنو) کې له ۲۲ ساعته نښتې وروسته له ۱۹ نورو ملګرو سره ونیو.
دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس د محکمې په حکم په یاده سیمه کې د یوه کور تخلیې ته ورغلي وو، خو یادو کسانو یې مخه نیوه.
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن (د سلواغې ۱۴مه) پژواک خبری اژانس ته وویل چې ابتدایه محکمې تېره ورځ د تمیم شنسب او د هغه د ۱۹ نورو ملګرو په اړه پرېکړه وکړه.
سرچینه زیاتوي چې یادې محکمې تمیم شنسب پر ۲۲ کاله تنفیذی بند او د یوې هاموې (HMMWV) ټانک په ارزښت جریمه کړ.
رسولي وایي چې د تمیم شنسب ۱۷ نور ملګري هر یو پر ۱۷- ۱۷ کاله تنفیذي بند محکوم شوي او دوو نورو یې برائت اخیستی دی.
ده وویل، تر اوسه لویي څارنوالۍ ته د دغو کسان دوسیه نه ده رسېدلې.
تمیم شنسب د رحیم وردګ د دفاع وزارت پر مهال یو لوی شخصي امنیتي شرکت درلود چې په افغانستان کې یې امنیتي ځواکونو، نړیوالو موسسو او پوځي بنسټونو ته خدمات وړاندې کول.
login or register a new account.