ژبه

د پاکستاني طالبانو وياند د پوځ له بنده  تښتېدلى

کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٨): د پاکستان د تحريک طالبان (ټي ټي پي) وياند احسان الله احسان د دغه هېواد د پوځ له بنده په تېښته بريالى شوى دى.

احسان چې په پېښور ښار کې پر ښوونځي د بريد مسووليت هم اخيستى و، په ٢٠١٧ زېږديز کال کې ځان يې د پاکستان پوځ ته تسليم کړى و.

د پېښور ښار پر ياد ښوونځي بريد کې شاوخوا١٥٠ زده کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شوي وو.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې د احسان الله احسان يو غږ خپور شوى چې نوموړي په کې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له بنده په تېښته بريالى شوى دى.

هغه زياته کړې چې د تېرې مياشتې د جنورۍ په ١١مه نېټه له پاکستانه وتلى او له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره ترکيې ته رسېدلى دى.

د پاکستان پوځ تر اوسه په رسمي توګه په دې تړاو کوم غبرګون نه دى ښودلى، خو د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير او د دفاع وزير بي بي سي ته ويلي چې دوى هم له رسنيو خبر شوي او په دې اړه معلومات نه لري.

د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان په ياد غږيز پيغام کې وايي چې پوځ ورسره ځينې ژمنې کړې وې، خو اوس يې په عملي کولو کې پاتې راغلى و.

د نوموړي د غږيز پيغام تر خپرېدو مخکې هندي رسنۍ ( سنډى ګارډين) د هغه د تښتېدو خبر ورکړى و او ويلي وو چې د پاکستان د پوځ ځواکونو په مومند ايجنسۍ کې د هغه پر کور عمليات کړي، پلار، ورور او تره يې نيولي دي.

login or register a new account.