ژبه

افغان چارواکو د افغانستان په اړه د جوبایډن وروستۍ څرګندونې له واقعیته لرې ګڼلې

 

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ٩٨): د افغانستان ولسمشرۍ ریاست او پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د جوبایډن وروستۍ څرګندونې له غیر واقعي بللې او ټینګار یې کړی چې افغانانو تل د یو واحد ملت په توګه د هېواد د دښمنانو پر وړاندې درېدلي دي.

د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند احتمالي نوماند جوبایډن تېره ورځ په اې بي سي ټلوېزیون کې د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډيموکرات ګوند نوماندانو په مناظره کې ویلي وو چې د افغانانو متحدکول ناشوني دي.

هغه ویلي وو: ((د افغانستان په اړه باید ووایم چې زه په بشپړ ډول د ملت سازۍ له مفکورې سره مخالف وم، یوازینۍ کار چې موږ یې هلته باید ترسره کړو له ترورېزم سره مبارزه ده.))

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((ښکاره ده چې امریکا هېڅکله په افغانستان کې د ملت سازۍ په لټه کې نه ده، بلکې ډېرې نښې او قراین شته چې ښيي په افغانستان کې د امریکا د موجودیت په دوره کې د افغانانو د یووالي د کمزورتیا لپاره هڅې ترسره شوې دي.))

په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان داسې تاریخي او ویاړمن هېواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د یوه واحد ملت په توګه په بشپړ یووالي د پردیو د دسیسو د هڅو او اشغال پر وړاندې درېدلي او ستر قدرتونه یې له ماتې سره مخ کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، افغانان به اجازه ورنه کړي چې امریکا د افغانستان د یوه قوي او قدرتمند ملت په تر پوښتنې لاندې راوستو په دغه هېواد کې د خپل قدرت ساتلو موخې ترلاسه کړي.

بلخوا د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست ویاند درانۍ وزیري په دې اړه ازادۍ راډیو ته ویلي: ((داچې موږ ددې لپاره چې د تاریخ په بېلا بېلو دورو او ډېرو حساسو شرایطو کې خپل یووالی وساتو تل د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د یو واحد ملت په ډول ولاړ او په راتلونکي کې به هم د یو او بل تر څنګ ودرېږو.))

په ورته وخت کې په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر ارشد مشاور وحید عمر  په جوبایډون د څرګندونو په غبرګون کې تېره ورځ په خپله تویټر پاڼه د امریکا له مرستو د مننې ترڅنګ لیکلي: ((تاسو موږ ته ملت مه جوړوئ، موږ له پېړیو راهیسې یو ملت یو.))

login or register a new account.