کابل، مزار شريف (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٨): د عامې روغتيا وزارت د بلخ ولايت له عامې روغتيا رياست څخه غوښتي دي چې د دوو پخوانيو رييسانو په ګډون څلور کسان د پلټنو لپاره لويې څارنوالۍ ته وسپاري.
پژواک اژانس د عامې روغتيا وزارت د هغه مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې د روان لمريز کال د مرغومي په ٢١مه نېټه د بلخ د عامې روغتيا رياست ته استول شوى دى.
په دې کسانو کې د عامې روغتيا پخواني رييسان ډاکتر ميرويس ربيع، ډاکټر نصير احمد درانى، اداري مدير عبيدالرحمن او د روغتون سرطبيب خواجه نور محمد فيض شامل دي.
په دې مکتوب کې راغلي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي مرکز او د فساد د درنو جرمونو پر ضد د ځانګړې څارنوالۍ د ګډې کمېټې د مکتوب له مخې د بلخ د عامې روغتيا رياست د طبي وسايلو او تدارکاتي اجناسو په قرارداد کې له يادو کسانو څخه بايد پلټنې او ګروېږنې وشي.
د عامې روغتيا وزارت د بلخ له عامې روغتيا رياست څخه غوښتي چې ژر تر ژره ياد کسان جلب او د فساد د درنو جرمونو پر ضد ځانګړې څارنوالۍ ته يې معرفي کړي.
د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر خلیل حکمتي پژواک ته وویل چې د بلخ په ملکي روغتون کې د فساد په اړه تر اوسه دوی ته کوم مکتوب نه دی رسېدلی. اوسمهال دغه مکتوب نه تاییدولی او نه یې هم ردولی شي.
د ده په وينا، دغه ډول مکتوب که راځي، نو لومړی ولایت مقام ته راځي او بیا دوی ته راجع کېږي.
login or register a new account.