ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا او طالبانو تر تړون مخکې عمران خان نن قطر ته ځي

د امريکا او طالبانو تر تړون مخکې عمران خان نن قطر ته ځي

author avatar
27 Feb 2020 - 10:30
د امريکا او طالبانو تر تړون مخکې عمران خان نن قطر ته ځي
author avatar
27 Feb 2020 - 10:30

کابل (پژواک، ٨ کب ٩٨) : د امريکا او طالبانو ترمنځ تر تړون دوه ورځې مخکې د پاکستان لومړى وزير عمران خان نن په يوه ورځني رسمي سفر قطر ته ځي.

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ د کب په ١٠مه، په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه تړون لاسليک شي.

دغه لاسليک په افغانستان کې ديوې اوونۍ اورکم يا تاوتريخوالي کمولو پروسې بريا سره مشروط شوى، چې د تېرې شنبې په ورځ پيل شوى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د کب په ٨ مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عمران خان به ددې يوه ورځني سفر پر مهال د قطر امير شيخ تميم بن حماد الثاني سره ګوري او د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا به ورسره خبرې وکړي.

سرچينې زياته کړې چې پاکستان او قطر په بېلا بېلو برخو کې نږدې اړيکې لري او  غواړي چې دې اړيکو ته نوره هم پراختيا ورکړل شي.

که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا نه دي ويلي چې دا سفر به په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ کېدونکي تړون سره تړا و لري که نه، خو شنونکي په دې اند دي چې دا سفر نېغ په نېغه تړاو لري .

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې د قطر سفير ورته د تړون د لاسليک په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې او دا تړون به د پاکستان په شتون کې لاسليک کېږي.

هغه چې پرون يې په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې د افغان سولې پروسه کې پاکستان د اسانتيا برابرولو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړى او ناممکن کار يې ممکن کړى دى.

قريشي وويل چې د ياد تړون په مراسمو کې به لومړى وزير عمران خان ګډون نه کوي او د پاکستان په استازيتوب به دى په خپله ګډون کوي.

ده زياته کړې : (( زموږ ګډون ځکه مهمه ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون او خبرو اترو ته موږ لاره هواره کړې ده. ))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.