ژبه

د طالبانو او د امریکا استازو د سولې تړون لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): امریکا او طالبانو د سولې له اوږدو خبرو وروسته، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه نن په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون نن د دوحې ښار په شراتون هوټل کې چې له شاوخوا تېر يوه نيم کال راهيسې په کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لاسلیک کړ.

د راپورونو له مخې، په دغو مراسمو کې د شاوخوا ٣٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، ځانګړو استازو، سفیرانو او‎ د ډېرو نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې د دغه تړون له لاسلیک وروسته، د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي، په بین الافغاني خبرو کې پر اوربند هوکړه وشي، څو په افغانستان کې تل پاتې سولې ته لاره هواره شي.

د یاد تړون له لاسلیک سره سم، نن د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرک او د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر کابل ته راغلي او ټاکل شوې چې همدا نن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غنی سره ګډه‎ اعلاميه خپره کړي. یوه سرچينه وايي ناټو او امريکا به له افغانستان سره اوږودمهاله همکارۍ بيا تازه کړي.

login or register a new account.