ژبه

په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د توافقنامې متن

کابل (پژواک ١٠ کب ٩٨): په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ توافقنامه چې درې برخې لري، نن په دوحه کې د زلمي خليلزاد او ملا عبدالغني برادر له خوا لاسليک شوه.

د دې توافقنامې متن په لاندې ډول دى:

د هر اړخيزې سولې توافقنامه له څلورو برخو جوړېږي:

١- هغه تضمينونه او د تنفيذ ميکانيزمونه چې د هرې ډلې يا شخص له خوا د متحده ايالتونو او د هغوى د متحدينو د امنيت په خلاف د افغانستان د خاورې له کارولو څخه مخنيوى وکړي.

٢- له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره تضمينونه، د تنفيذ ميکانيزمونه او د يوه مهالوېش اعلان.

٣- د نړيوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنيو ځواکونو د بشپړ وتلو د تضمينولو او د مهالوېش تر اعلان وروسته او د نړيوالو شاهدانو په حضور کې د دې تضمينونو او اعلان سره چې د افغانستان خاوره به د متحده ايالتونو او د هغوى د متحدينو د امنيت په خلاف نه کارول کېږي، د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه يې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، له افغاني جهتونو سره په ٢٠/حوت/١٣٩٨ تاريخ بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.

٤- دايمي او هر اړخيز اوربند به د بين الافغاني ډيالوګ او مذاکراتو په اجنډا کې يوه موضوع وي. د بين الافغاني مذاکراتو ګډونوال به د تطبيق د ګډو ميکانيزمونو په شمول د يوه دايمي او هر اړخيز اوربند په نېټې او څرنګوالي بحث وکړي او د افغانستان د راتلونکې سياسي نقشې له بشپړېدا سره به يې د يوې برخې په توګه اعلان کړي.

پورتني څلور برخې يو له بله سره مرتبطې دي او هره برخه به د توافق شوي مهالوېش او توافق شويو موادو مطابق تطبيق شي. پر لومړنيو دوو برخو توافق، دوو وروستنيو برخو ته لار پرانيزي.

لاندې د توافقنامې هغه متن دى چې د پورتني لومړي او دوهمې برخې تطبيق بيانوي. دواړه غاړو توافق کړى چې دغه دوې برخې يوه له بله سره تړلې دي. په دې توافقنامه کې به د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ايالتونه يې د دولت په توګه نه پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، مسئوليتونه په هغو سيمو کې وي چې د دوى تر ولکې لاندې دي، تر هغو چې د بين الافغاني ډيالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته نوى افغان اسلامي حکومت جوړ شي.

لومړۍ برخه

متحده ايالتونه ژمنه کوي چې د متحده ايالتونو، متحدينو او ائتلافي شريکانو ټول نظامي ځواکونه، د ټول غير ډيپلوماتيک ملکي پرسونل، شخصي امنيتي قرارداديانو، روزونکو، مشاورينو او د حمايوي خدماتو پرسونل په ګډون، د دې توافقنامې له اعلان سره سم په ١٤ مياشتو کې له افغانستان څخه وباسي او په دې اړه به لانديني اقدامات کوي:

الف- متحده ايالتونه، د هغوى متحدين او ائتلاف به په لومړنيو ١٣٥ ورځو کې لانديني اقدمات کوي:

login or register a new account.